د پاکستان حکومت د عوایدو د تدریجي زیاتیدو منابع موندلي

عمران خان د صدارت له لمړۍ ورځې د اداري فساد ضد شعار ورکړې و.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د سه شنبې په ورځ (جون۱۱) د نوي کال د بودیجې د اعلان په وخت کې د مالیاتو غوڼډولو دپاره د یو لړ جدي اقداماتو پیلولو خبر ورکړ.

صدراعظم خان اوس د ګڼ شمیر سیاسي مخالفینو د اعتراضونو سره ځکه مخ دی چې وایي صدراعظم خان د نړیوال مالي صندوق (IMF) څخه د پور په بدل کې ډېر زیانمنونکي شرایط منلي دي.

د نړیوال مالي صندوق د اقساطو د تادیې دپاره د بودیجې د منظورۍ په کوشش کې، حکومت د عوایدو غوڼډولو دپاره یوه پراخه طرحه جوړه کړې ده. د خزانې وزیر حماد اظهر د جون ۲۰۲۰ کال دپاره د نوې بودیجې د پیشنهاد په وخت کې د یو لړ جدي اقتصادي ستونزو یادونه وکړه. د ښاغلي اظهر په وینا د عوایدو فدرال بورډ ته د (۵٫۵۵۰) میلیارده روپیو یو سخت هدف تعین شوی دی. اظهر وایي په مصارفو کې به هم د پام وړ کموالی راشي چې بودجوي کسر تر صفراشعاریه شپږ فیصدو کم شي.

صدراعظم عمران خان د سه شنبې په ورځ (جون۱۱) وویل غواړي یو کمیسیون ایجاد کړي چې د فساد ضد پلټنې وکړي. عمران خان وایي داسی یو باصلاحیته کمیسون به جوړ کړي چې د فدرال تحقیقاتي ادارې، استخباراتي بیرو، آی.اس.آی، د عوایدو د فدرال بیرو، او د امنیت او د پاکستان د کمیسیونونو د تبادلې ادارې به پکې غړیتوب ولري. د خان په وینا دا ټولې ادارې به پلټنې وکړي چې څنګه یو شمیر خلکو پاکستان دومره په پورونو کې ډوب کړې چې اوسنی حکومت يي د بیرته ایستلو کوشش کوي.

صدراعظم عمران خان غواړي د فساد ضد پلټنې وکړي.

خو سیاسي مخالفین وایي حکومت د فساد ضد مبارزه د خپلو سیالانو د خاموشه کولو دپاره کاروي. د پاکستان د پیپل ګوند رئیس بلاول بهټو زرداري وایي د ملي شورا د استازو په صفت يي مسؤلیت دی چې د خلکو په استازیتوب حکومت د مسؤل په توګه حساب کتاب ته کش کړي.

او د پخواني صدراعظم نوازشریف وراره حمزه شهباز وایي د احتساب ملي بیرو ته چلنج ورکوي چې که د هغه په ارتباط يي د یوې روپۍ فساد هم پیدا کړو، سیاست به پریږدي.

د صدراعظم عمران خان مطبوعاتي سلاکارې فردوس عاشق أعوان د سه شنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل د تیرو اویا کلونو راهیسې، یو څو ځواکمنو مخورو او مشهوره سیاستوالو قانون په خپل قید کې ساتلی و. او صدراعظم عمران خان ته يي مبارکي ورکړه چې لدې وروسته به قانون په ټولو یوشان تطبیق شي.

تیرکال جولای میاشت کې پخوانی صدراعظم نوازشریف د فسادضد یوې محکمې په لس کاله بند محکوم کړ. د جمعې په ورځ حکومت خبر ورکړ چې د نویو پلټنو معلومه شوه چې په بریتانیې او دوبۍ کې تر لس زرو زیات ملکیتونه د پاکستاني اتباعو په شتمنیو اخستل شوي دي.

د جون په لسمه (دوشنبې ورځ) پخوانی جمهور رئیس اصف علي زرداري د فساد په تور د احتساب د ملي بیرو لخوا توقیف شو. د سه شنبې په ورځ د پخواني صدراعظم نوازشریف وراره، حمزه شهباز د غیرقانوني پیسو او نامعلومه شتمنیو لرلو په تور ونیول شو.

د صدراعظم عمران خان په حکومت فشار دی چې د نړیوال مالي صندوق د کلونو پاتې پوروونه تحویل کړي. دا د ۱۹۸۰ کلونو راهیسې دیارلسم پور دی چې پاکستان یي پاید آی.ام.اف ته تحویل کړي.

ددی راپور ویدیويي بڼه دلته لیدی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د باکستان اداري فساد

پاکستانۍ روپۍ سږکال دری په څلور کې خپل ارزښت بایللی او انفلاسیون/اقتصادي رکود نهه فیصده لوړ شوی. په اپریل میاشت کې حکومت وکړی شول چې د آی.ام.اف شپږ میلیارده موقتي پور ترلاسه کړي، خو دا پدې پورې اړه لري چې حکومت به څه طرحې عملي کړي چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال په بودیجه کې د پیش بیني شوي اوه فیصده کسر خلا پری ډکه کړي؟