په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو نه خلاصیدو ته نړیوال غبرګونونه

د طالبانو د حکومت له ژمنو سره سره، په افغانستان کې د نوې تعلیمي کال په لومړی ورځ د نجونو متوسطه او لیسه ښوونځي تړلي پاتې شول او د طالبانو دې کار نه یوازې د نړیوالې ټولنې غبرګون راوپاراوه بلکې کلک انتقاد یې پرې وکړ.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وویل چې له زده کړو څخه د میرمنو مخنیوی، د هغوی د حقونو نقض دی.

ښاغلي ګوتیریش د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۳ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل ښوونځيو ته د نجونو د تګ په مخنیوي سره، نه یوازې د زده کړو لپاره د هغوی لاسرسی نقض کیږي بلکې د افغانستان راتلونکې هم ګواښل کیږي.

نوموړي د طالبانو د حکومت ددې پریکړې په اړه خواشیني وښوده او له هغوی یې وغوښتل چې له ځنډ پرته د ټولو شاګردانو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

طالبانو ویلي دي"هرکله چې په دې اړه د شرعیت، افغاني فرهنګ او رسم او رواج سره برابره جامع طرحه جوړه شي، ښوونځي به د ټولو نجونو پر مخ پرانیستل شي."

قطر

د طالبانو د ډلې یوه نږدې ملاتړی هیواد قطر، د افغان نجونو د متوسطه او لیسه ښوونځیو د نه پرانیستل کیدو په اړه ژوره اندیښنه او خپګان ښودلی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د طالبانو دا تګلاره په افغانستان کې په بشري حقونو ، پراختیا او اقتصاد ناوړه پایلې ولري.

په دې اعلامیه کې راغلي دي چې قطر د یوه مسلمان هیواد په توګه چې پکې میرمنې له ټولو حقونو او زده کړو څخه برخمنې دي، د طالبانو له حکومت څخه غواړي‌ چې د میرمنو د حقونو په اړه خپله پر خپلې دې پریکړې د اسلامي لارښونو پر اساس له سره غور وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د زده کړو د حقونو په شمول د افغانانو له حقونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ په موقف ټینګار کړی دی.

امریکا

د افغان میرمنو او نجونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو د رهبري دا پریکړه افغان کورنیو سره خیانت بللی دی.

میرمن امیري ویلي دي چې ښوونځيو ته د نجونو نه پریښودل ، اسلامي اقدام ندی. د هغې په وینا، باید هغو هیوادونو ته وکتل شي‌ چې اکثریت مسلمانان دي ‌او نجونې ښوونځي ته تللی شي.

میرمن امیري زیاته کړه، دا یو افغاني اقدام هم ندی ځکه ډیری نظر پوښتنې ښکاره کوي چې اکثریت افغانان د میرمنو له زده کړو ملاتړ کوي.

دغې افغاني الاصلې امریکایي دیپلوماتې څرګنده کړه، که طالبان له نړیوالې ټولنې څخه د مشروعیت غوښتنه کوي ، باید ښکاره کړي چې دا ډله په خپلو تعهداتو د عمل کولو وړتیا لري.

د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو په پخواني حاکمیت کې میرمنې عمدتا د کار او تحصیل له حق څخه بې برخې وې.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) د طالبانو پریکړه د افغان نجونو د راتلونکې لپاره یو ستر شاه تګ بللی دی.

د یونیسف اجرایوي مشرې کترین رسل ویلي دي چې په میلیونونه افغان نجونې د چهار شنبې په سهار ښوونځیو ته د تګ په هیله له خوبه پاڅیدلې خو ډیر وخت نه وو تیر چې هیلې یې په اوبو لاهو شوې.

د یونیسف اجرایوي رئیسې زیاته کړه چې د طالبانو دا پریکړه، له افغان نجونو څخه د هغو مهارتونو فرصت اخلي چې د خپل هیواد د راتلونکې لپاره یې پکار دی.

په همدې حال کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرې ویلي‌ دي‌ چې د طالبانو وعده خلافي به د افغانستان لپاره زیان رامنځ ته کړي.

میشل باچلیت وویل طالب چارواکو څو ځله په خاص ډول دوه اوونۍ مخکې کابل ته د هغې د سفر پر مهال د لیسې او متوسطه ښوونځیو د پرانیستل کیدو ژمنه کړې وه.

میرمن باچلیت له زده کړو څخه د نجونو مخنیوی، د انساني حقونو نقض وباله او ویې ویل چې دا کار نجونې او میرمنې د تاوتریخوالو، بیوزلي او ناوړه ګټې اخیستنې سره مخ کوي.

دا مطلب هم ولولئ طالبانو بیا تر شپږم ټولګیو ور پورته د نجونو ښوونځي وتړل

اروپا

اروپايي ټولنې د ښوونځیو نه پرانیستل کیدل د افغان میرمنو او نجونو لپاره لوی شاه تګ بللی دی.

د اروپايی ټولنې د بهرنیو اړیکو مسول جوسپ بوریل وویل، زده کړو ته لاسرسی د انسانانو اساسي ‌حق دی چې د بشري حقونو‌ په اعلامیه کې په ډاګه شوې ده.

نوموړي د طالبانو دا پریکړه د هغوی د پخوانیو اعلامیو خلاف بللې ده چې پکې زده کړو ته د ټولو افغانانو د لاسرسي په اړه ددې ډلې تعهد ښکاره شوی وو.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسول زیاته کړه، د افغانستان د خلکو په اړه ددې ډلې کړنې د هغوی د ژمنو په نسبت نړیوالې ټولنې ته ډیر ارزښت لري.

کاناډا

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي د طالبانو ددې اقدام په غندلو سره هغه په افغانستان کې د میرمنو د آزادیګانو ځپل بللی دی.

میرمن جولي په خپله ټویټر پاڼه د طالبانو ددې پریکړې د غندلو تر څنګ، لیکلي ‌چې طالبان د افغان میرمنو په وړاندې له تبعیض څخه د ډک چلند په کولو د افغان میرمنو د ښه ژوند مخه نیسي.

افغان سیاسي مشرانو او د ټولنیزو رسنیو کارونکو هم د نجونو د ښوونځیو د تړلې پاتې کیدو په اړه تند غبرګونونه ښودلي دي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د مصاحلې د عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله د نجونو د ښوونځیو په تړل کیدو اندیښنه ښودلې او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي‌دي چې د یوه مترقي افغانستان لپاره د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د ټویټر یوه کارونکي حفیظ الله معروف لیکلي:"طالبانو پرون ټولو رسنیو ته خبر پاڼې را ولېږلې چې نن د ټولو نجونو ښوونځي پرانیستل کېږي او خبري پوښښ ورکړئ. ناوخته د شپې تر یوې بجې بله پرېکړه کوي چې له ۶ ټولګیو پورته نجونې ښوونځيو ته اوس نه شي تللی. ډېرې نجونې چې کابل کې ښوونځیو ته تللې وې، په سرو سترګو کورونو ته ولېږل شوې."

وتلي شاعر مطیع الله تراب پر ټویټر لیکلي :"نه سوله وشوه، نه ښوونځي خلاص شول، نه ګډ حکومت جوړ شو، نه کار اهل کار ته وسپارل شو، نه خپلواک شوو او نه څه پرمختګ وشو. دا د افغانانو حال دی."

طالب چارواکو په تیرو څو اوونیو کې په وارونو ویلي وو چې د نجونو متوسطه او لیسه ښوونځي به چې واک ته ددې ډلې له رسیدو وروسته تړل شوي وو، په نوې تعلیمي کال کې پرانیستل شي، هغه څه چې نړیوالې ټولنې یې هم هرکلی کړی وو، اما داسې ونشول.