سراج الدین حقاني نړیوالې ټولنې ته: افغانستان په رسمیت وپيژنئ

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د نړیوالو اصولو له مخې افغانستان په رسمیت وپيژني.

ښاغلي حقاني پرون شنبه جولای ۱۶ (چنګاښ ۲۵) د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو یوې غونډې ته وینا کې د افغانستان د اقتصادي ستونزو هواري ته په اشارې وویل چې نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره دپلوماتیک تعامل وکړي او زیاته یې کړه چې که چیرې دوی (امریکا) د افغانستان له خاورې څخه خطر ویني، د نوموړي په وینا طالبانو په دې برخه کې ژمنه کړې او ژمنه یې ثابته کړې ده.

هغه وویل: "زه وایم دا به د دوی لپاره په خیر وي چې له افغانستان سره دپلوماتیک تعلق جوړ کړي. دی ماته محتاج دی زه دوی ته محتاج یم، سبا ورځ دی ماته په یوه موضوع کې مجبوریږي، په کومو اصولو او کوم رسمیت دی زما سره غږیږي...د نړیوالو قوانینو له مخې زموږ او ستاسو د ملي او اسلامي عنعناتو له مخې دې دغه ملک په رسمیت وپيژني."

خو د طالبانو د ډلې دغه مقام پدې اړه چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل ولې د نړۍ په خیر دي، معلومات ورنکړل.

د طالبانو د ډلې ددغه لوړپوړي شخص سراج‌الدین حقاني نوم د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په تور لست کې شامل دی او د هغه کسانو له ډلې څخه دی چې د امریکا د د فدرالي پلټنو د ادارې (اف بي آی) تر تعقیب لاندی دی. امریکا د هغو معلوماتو لپاره چې د هغه نیولو سبب شي لس میلیون ډالر انعام ټاکلی دی.

متحده ایالاتو او یو شمیر نورو هیوادونو پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته په بهر کې د افغانستان شاوخوا نهه میلیارد ډالر شتمنۍ کنګل کړې. وروسته بیا د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د فبرورۍ په ۱۱ (سلواغې ۲۲) د یو اجرایي فرمان په لاس لیک کولو سره ددغو پیسو یوې برخې ته په افغانستان کې د بشري او اقتصادي کړکیچ د حل لپاره اجازه ورکړه او امر یې وکړ چې د افغانستان د مرکزي بانک ددغو شتمنیو څه دپاسه ۳.۵ میلیارد ډالر په متحده ایالاتو کې پاته شي تر څو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ بریدونو د قربانیانو د ادعاو په اړه تصمیم ونیول شي.

خو د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي د امریکا پر تصمیم انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې هیڅ داسې اوصول نشته چې امریکا د افغانستان پیسې د سپټمبر ۱۱ پېښې قربانیانو ته ورکړي. هغه وویل امریکا دې د افغانستان له خلکو سره نور «ظلم» نکوي او د نړۍ یوه برخه دې یې وبولي.

هغه همدارنګه ویلي که چیرې نړیواله ټولنه افغانستان په رسمیت ونه پيژني په خبره یې افغانان به د خپلو امکاناتو او مټو په زور له اقتصادي ستونزو سره مقابله وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له حاکمیت څخه د ۱۱ میاشتو په تیرېدو سره لا هم هیڅ هیواد د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی. طالب چارواکو تر دې مخکې هم د خپل حکومت په رسمیت پيژندلو غوښتنه کړې وه.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې وه چې متحده ایالات د دې ډلې د حکومت په رسمیت پیژندلو کې تر ټولو ستر خنډ دی.

طالبان ادعا کوي چې د نړیوال مشروعیت لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي. خو د متحده ایالتونو په ګډون نړیوالې ټولنې طالبانو ته شرط ایښی چې که په رسمیت پیژندل غواړي باید په حکومت کې د افغانستان ټولو سیاسي ګوندونو، مېرمنو او مذهبي او قومي اقلیتونو ته برخه ورکړي.

د طالبانو لپاره بل شرط دا هم دی چې باید بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د کار او زده کړې حق ته درناوی وکړي.