ارګ: د سولې بهیر کې د تاوتریخوالي کمول عملي نه دی؛ اوربند دې وشي

ارګ

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې اوربند د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت طرح ده او په دې بهیر کې د تاوتریخوالي کمول عملي بڼه نه لري.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ د جنوري په ۱۲مه (مرغومي ۲۲مه) په خپل ټویټر کې لیکلي چې له اوربند څخه د افغان حکومت هدف د تیر درې ورځني اوربند په څیر د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ توافق دی.

هغه ټینګار کړی: "د تاوتریخوالي کمول کره پوځي، حقوقي معنی او عملي بڼه نه لري، له اوربند څخه زموږ هدف د هغه اوربند په څیر دی چې دوه کاله مخکې د اختر په ورځو کې وشو او ښکاره تعریف یې درلود."

د جمهوري ریاست د ویاند پر وینا د افغانستان لپاره سوله د جنګ د پای ته رسېدو په معنی ده او د سولې د خبرو په اړه هر ډول طرح چې وړاندې کېږي باید وضاحت ولري.

ښاغلي صدیقي لیکلي: "اوربند یوه نړیواله تجربه ده، زموږ لپاره د سولې تامینېدل د جګړې د پای په معنی ده، د بیلابیل ډوله تاوتریخوالي رامنځ ته کول په جګړې پورې تړاو لري. اړتیا ده چې وړاندې شوې طرحې وضاحت ولري".

د افغانستان جمهوري ریاست په داسې حال کې د سولې په بهیر کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه عملي نه ګڼي، چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي په قطر کې له طالبانو سره د سولې د خبرو پر مهال له دغې ډلې څخه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې.

طالب استازو د امریکايي لورې له خوا د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنې په اړه له خپلو مشرانو سره بحثونه وکړل او د هغوی له سلامشورو وروسته یې په دې برخه کې د طالبانو دریځ د امریکا له استازي زلمي خلیلزاد سره په قطر کې شریک کړل.

امریکايي او طالب استازي له شاوخوا یوې اونۍ راهیسې په قطر کې په مذاکراتو بوخت دي.

اټکل کیږي چې د سولې د خبرو په دغه پړاو کې به د امریکا او طالبانو استازي "د تاوتریخوالي په کمولو، اوربند او بین الافغاني مذاکراتو" په اړه خبرې وکړي او ښايي چې په دې اړه یوې نتیجې ته ورسیږي.