د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د تاوتریخوالي زیاتېدل د امریکا-طالبانو د سولې تړون ته زیان رسوي.
ښاغلي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ د مارچ په پنځمه (کب ۱۵) په خپل ټویټر کې لیکلي چې ښکېلې خواوې دې ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي.
Increasing violence is a threat to the peace agreement and must be reduced immediately. In addition to discussing the need to decrease violence, we also talked about the exchange of prisoners.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) March 5, 2020
ښاغلي خلیلزاد دا ټینګار په داسې حال کې کړی، چې د تاوتریخوالي د کمي اونۍ له پای ته رسېدو وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې جګړې زور اخیستی دی.
نوموړي دغه راز ویلي چې د افغانستان-امریکا د گډې اعلامیې او امریکا-طالبانو د سولې تړون په اساس به متحده ایالات د زندانیانو د تبادلې په برخه کې آسانتیاوې رامنځ کړي.
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې ده چې امریکا به د دواړو خواو ملاتړ وکړي ترڅو د پام وړ بندیان خوشې کړي.
زلمي خلیلزاد دا څرګندونې په کابل کې له یو شمېر افغان سیاستوالو سره له لیدنو وروسته کړي دي.
هغه ویلي: "موږ باید په ټولو اړخونو کې کار وکړو، ترڅو هغه خنډونه چې د بینالافغاني مذاکراتو په لور یې پرمختګ پڅ کړی دی لرې کړو. زه یو ځل بیا له ټولو افغانانو غواړم چې د دې لپاره ودرېږي، هېواد ته لومړیتوب ورکړی او دا تاریخي فُرصت له لاسه ورنکړي".
We must act on all fronts to clear the road of obstacles that slow our progress toward intra-Afghan negotiations. I once again call on all Afghans to rise to the occasion, put country first and not to lose this historic opportunity.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) March 5, 2020
د ښاغلي خلیلزاد پر وینا، په قطر کې یې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر سره په لیدنه کې د سولې د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي دواړه خواوې په دې توافق لري چې د امریکا-طالبانو د سولې تړون په افغانستان کې د هراړخیزې سولې لپاره د مناسبې لارې هوارولو لامل شي.