د سویډن کمېټه ښکلا ځدراڼ بېرته په دنده ګوماري

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې په یو بیان کې ویلي چې ښکلا ځدراڼ به ژر په یو نوي پوسټ کې په دنده وګومارل شي.

د سویډن په کمېټه کې د ښکلا ځدراڼ دنده وروسته له هغې وځنډول شوه کله چې د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ کې د افغان پوځ هلیکوپټر د غورځولو له پېښې وروسته د عليپور او د هغه د وسله‌والو په تړاو د نوموړې یو ټویټ پراخ غبرګونونه وپارول.

اغلې ځدراڼ په بهسودو کې د هلیکوپټر له غورځېدو وروسته د مارچ په شلمه په خپل ټویټر کې ولیکل: "عليپور او کسان یې ژر تر ژره باید ووژل شي، دوی تروریست، باغي او بلواګر دي چې د بهرنیو استخباراتو له لوري تمویلېږي".

په ټولنیزو رسنیو کې د ښکلا ځدران د دغه ټویټ په خلاف غبرګونونه وښودل شول خو بل لوري زیات شمیر کسانو د هغې په ملاتړ څرګندونې وکړې.

له دغو غبرګونونو وروسته په افغانستان کې د سویډن کمېټې د نوموړې دنده وځنډوله.

خو دغې کمېټې په یو تازه بیان کې ویلي: "د ښکلا ځدراڼ سره هوکړه شوې چې نوموړې به سمدلاسه په نوې دنده ګمارل کیږي تر څو د افغانستان لپاره د سویډن کمیټي د ماموریت د ترلاسه کولو لپاره په نوي پوست کې خدمت وکړي".

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې سکرټر جنرال اندریاس سټیفنسن ښکلا ځدراڼ د افغان خوانانو او د ښځو د حقونو مهم غږ او د دغې کمېټې قدرمنه کارکوونکې بللې ده.

په بیان کې راغلي چې ښکلا ځدراڼ د خپل ټویټ په اړه چې د بیلابیلو تفسیرونو او قوي غبرګونونو د راپاریدو لامل شوی خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې نه یې غوښتل چې بیلا بیل تعبیرونه یا تاوتریخوالي راوپاروي.

په بیان کې د ښکلا ځدراڼ له قوله ویل شوي: “زما ټویټ د دوامداره او بې مفهومه تاوتریخوالي په اړه د غصې او خواشینۍ د څرګندولو له امله و. ما د دې مسلې اړوند د سویډن کمیټې سره بحث کړی او غواړم تایید یې کړم چې زه د سویډن کمیټې اساسي ارزښتونو سره پوره همغږې یم".

ښکلا ځدراڼ د سویډن کمېټې له تازه پریکړې هرکلی کړی دی.

ښکلا ځدراڼ په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو استازې ده، چې د سویډن د کمېټې په ګډون یې په یو شمیر نورو ادارو کې هم دندې ترسره کړې دي.