ملا هبت الله په کندهار کې د اختر وینا وکړه خو "خلکو ته یې شا" وه 

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند تر دې دمه د رسنیو په مخکې څرګند شوی نه دی

له کندهار څخه راپورونه وايي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند د اختر د لمانځه په مهال په عیدګاه کې راښکاره شوی او د لمونځ کوونکو په لومړيو صفونو کې په داسې حال کې وینا وکړه چې خلکو ته یې شا وه.

د طالبانو حکومت نن یکشنبه مۍ لومړۍ (غوايي یولسمه) ‌په افغانستان کې اختر اعلان کړ. د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی دی چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند په کندهار کې په عیدګاه جومات کې راڅرګند شوی دی او خلکو ته یې د اختر په مناسبت وینا کړې ده، خو وايي پرته له دې چې ټولو خلکو ته مخامخ شي، په لومړي صف کې یې لنډې خبرې وکړې او نورو خلکو ته یې شا کړې وه.

هغه په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د امنیت او «اسلامي نظام» ستاینه وکړه او خلکو ته یې وویل: « بری، ازادي او کامیابي دې مبارک وي. امنیت او اسلامي نظام دې مبارک وي.»

د فرانسې د خبري اژانس یو خبریال ویلي دي چې طالبانو خبریالانو ته اجازه ورنکړه چې ملا هبت الله ته نژدې ورشي. په عیدګاه کې د ملا هبت الله اخند د خبرو په مهال دوې څرخي الوتکې په فضا ګرځېدې.

دا په ۲۰۱۶ کې د طالبانو د غورځنګ د رهبر په توګه له ټاکل کېدو وروسته دویم ځل دی چې هغه په عام محضر کې راښکاره کېږي. راپورونه وايي ‌چې ملا هبت الله اخند څو میاشتې مخکې د کندهار د «دارالعلوم حکیمیه» جومات کې هم لیدل شوی و.

په عام محضر کې د هغه کم او دا ډول ښکاره کېدو سره د طالبانو په نوي حکومت کې د هغه د رول په اړه شکونه رامنځته شوي دي. ویل کېږي چې هغه ډېر وخت په کندهار کې وي.

تر دې دمه د ملا هبت الله اخند کومه نوې ویدیو او کوم تصویر خپور شوی نه دی او د هغه خبرې تر ډېره په مناسبتي ورځو کې په اعلامیو پورې محدودې دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې واک بیا ترلاسه کړ او خپل حکومت یې اعلان کړ، خو لا هم ملا هبت الله اخند د رسنیو په مخکې څرګند شوی نه دی.

په کابل کې بیا د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا ملا حسن اخند په امریکا انتقاد وکړ چې د افغانستان پانګې یې ګنګل کړې او دا یې د افغانستان په داخلي‌ چارو کې یو ډول لاسه وهنه وبلله. امریکا واک ته د طالبانو له رسېدو ورسته د دغه هېواد شاوخوا نهه میلیارد ډالر شتمني ګنګل کړې او اندېښنه لري که یې پرېږدي د اورپکو افرادو او سازمانونو لاسونو ته به ورشي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخند داسې مهال په افغانستان کې د «امنیت او اسلامي نظام» یادونه کړې ده چې په تېرو څو ورځو کې په کابل او د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو کې یو شمېر چاودنې شوې او سلګونه افغانان وژل شوي او ژوبل شوي دي. ملا هبت الله په خپلې اختریزې وینا کې د دغو پېښو یادونه نه ده کړې.