ملي امنیت کابل ښار کې د داعش د جلب او جذب مسؤل نیولی

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي په کابل ښار کې د داعش د جلب او جدب عمومي مسؤل نیولی دی.

ملي امنیت د شنبې په ورځ د «سلواغلې پر۲۰مه» په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پوهنتون استاد او د شیخ محمدي «روحاني» د جامع خطیب ابو عبیدالله متوکل یې د ځانګړو عملیاتو پرمهال د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې نیولی دی.

ملي امنیت ویلي چې یاد کس له څه مودې راپدېخوا د داعش لیکو ته د ځوانانو د جلب او جذب چارې مخته وړلې.

بیان وايي چې نیول شوي کس په سلګونه باسوده ځوانان په پټ ډول د داعش لیکو ته جذب کړي او ننګرهار ولایت ته یې لېږلي دي.

ملي امنیت همدارنګه زیاته کړې په دې وروستیو کې د ملي‌ امنیت لخوا د داعش ډلې ۱۶ غړي په کابل ښار کې نیول شوي چې ټولو اعتراف کړی چې د مولوي ابو عبیدالله متوکل لخوا د داعش لیکو ته تشویق او جذب شوي و.

د افغانستان د ملي‌ امنیت عمومي ریاست وايي، چې احمد الله په نوم د مولوي‌ ابو عبیدالله موتکل دوهم زوی له ۱۳۹۷ کال د ثور میاشتې راپدېخوا په ننګرهار کې له داعش سره یو ځای شوی او د دغه ولایت په کتیبه اشپال سیمه کې ترورستي فعالیونه تر سره کوي.

بیان همدارنګه وايي چې د موتکل وراره اسدالله چې په عبدالغفور مستعار نوم فعالیت کوي د ابو عبیدالله زوی سره یو ځای د داعش ډلې ته جذب شوی چې د متوکل د عترافاتو له‌مخې د هغه وراره اسدالله دوې میاشتې مخکې په کابل کې یو انتحاري برید تر سره کړی دی.