دانش: د سیمې هیوادونه باید د سولې په نوم په افغانانو نیابتي جگړه تحمیل نکړي

د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال د افغانستان په سوله کې له ښکیلو هیوادونو غواړي چې د سولې د خبرو د اسانتیا هڅه دې وکړي، خو د افغانانو پر ځای دې تصمیم نه نیسي.

د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش د جمعې په ورځ (کب ٣) په یوې غونډې کې د وینا پر وخت وویل د افغانستان د حکومت د نشتون په صورت کې هر ډول خبرې بې نتیجې دي.

ښاغلي دانش همداشان د سیمې له هیوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې تر نامه لاندې باید د یوې بلې نیابتي جگړې په فکر کې ونه اوسي.

هغه وویل "تمه مو داده چې دغه هیوادونه مثبت، رغنده او اسانونکی رول ولري، خو د افغانستان د خلکو پر ځای باید تصمیم ونه نیسي،... د سیمې هیوادونه باید دا فکر هم ونکړي چې دا ځل د سولې په نوم یو ډول بله نیابتي جگړه پر افغانستان تحمیل کړي."

ښاغلي دانش د سیاسي نظام ساتل، اساسي قانون، ملي حاکمیت او همداشان د بیان د ازادۍ، مدني ټولنې، بشري حقونو او د ښځو د حقونو د لاسته راوړنو ساتنه د سولې د خبرو سرې لیکې اعلان کړې.

هغه زیاته کړه "د نظام د اسلامیت تر څنگ د نظام جمهوري والی هم د افغانستان د خلکو سره لیکه ده، افغانان په هیڅ ډول نشي کولای استبدادي، غیرولسي او د انتخاباتو له نتیجو پرته نظامونه ومني".

د ښاغلي دانش په باور د طالبانو د واکمنۍ پر وخت "د طالبانو اماراتي نظام" یوه ناکامه تجربه وه او همداشان اسلامي امارت په نړۍ کې د اسلام د بدنامولو سبب شو او د اسلام دین یې د افراطیت او "ترهگرۍ" د دین په توگه معرفي کړ.