کمیسیون د "مهمو انتخاباتي شکایتونو" په اړه پرېکړه اعلانوي

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د یو شمیر برخلیک ټاکونکو شکایتونو په اړه به وروستۍ پرېکړه تر راتلونکو دریو ورځو پورې اعلان کړي.

د یاد کمېسیون د ویاند مرستیال محمد رضا فیاض د شنبې په ورځ د «سلواغې پر۱۲مه»خبریالانو ته وویل چې د شکایتونو او اعتراضونو په اړه وروستۍ پرېکړه به د رایو په توپیر، مشکوکو رایو، له اصلي وخته بهر د رایو کارولو او بایومیتریک ستونزو ته په کتو تر راتلونکو دریو ورځو پورې اعلان شي.

د یاد کمېسیون په وینا اکثریت استینافي او استثنایي شکایتونه چې په اړه به یې تصمیم ونیول شي، په همدې څلورو موردو کې دي. ښاغلي فیاض وویل چې څیړنې په وروستي پړاو کې دي.

هغه زیاته کړه:"فیصله به ترسره شي او په پای کې به معلومه شي چې ټاکنیز ټیمونه او د ټاکنو پروسه به کوم برخلیک ته رسیږي، موږ په تمه یو او په دوه یا دریو ورځو کې به پریکړه وشي".

د ښاغلي فیاض په وینا په ۲۱ ولایتونو کې د استینافي شکایتونو تصنیف بندي شوې ده.

په همدې حال کې د آزادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ مشر یوسف رشید امریکا غږ ته وویل چې د شکایتونو کمېسیون تر ډیره استثنایي مواردو ته پام کوي: "د ټاکنو کمیسیون تر ډیره استثنایي مواردو باندې تکیه کوي، چې له هغې لارې وکولای شي ژر پریکړه وکړي او هم ډیری استینافي موارد حل کړي.ځکه دوهمه لاره هم اوږده ده او هم ډیر وخت غواړي".

ښاغلي رشید وویل چې د اندیښنې وړ مسله داده چې آیا د شکایتونو کمېسیون پریکړه به د دوه مخکښو ټیمونو لخوا ومنل شي کنه، ځکه د ښاغلي رشید په وینا د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د همپالنې ټیم متضادې غوښتنې لري او ډیری شکایتونه هم د دوې لخوا ثبت شوي دي.