د افغانستان کرکټ بورد د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۳۰ (لړم نهمه) د پاکستان او متحدو عربو اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو سره د درې اړخیزې لړۍ لپاره د ۱۸ لوبغاړو نومونه اعلان کړل.
د دریو هېوادونو د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ دا لوبې د نومبر په ۱۳مه نېټه پیل کېږي او په ۲۶مه به پای ته رسېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې دا لوبې د ۱۹ کلنو د اسیا کپ او بیا د نړیوال جام د غوراوي سیالیو لپاره د افغان لوبغاړو د چمتوالي لپاره ګټورې دي.
د افغان کرکټ بورډ مسئولین وايي چې د افغان لوبغاړو د غوراوي بهیر یې له شاوخوا شپږو میاشتو راهېسې پیل کړی و او له یو لړ ازموینو او داخلي سیالیو څخه یې وروسته دا لوبغاړي غوره کړل.
د کرکټ بورډ په اعلامیې کې د لوبغاړو د غوراوي د کمېټې د مشر احمدشاه سلیمانخېل له خولې څخه لیکل شوي: «موږ له څه مودې راهیسې له ۱۹ کلنو کم عمره ځلېدلو او کاکردګۍ لرونکو لوبغاړو ازموینې واخیستې، بېلابېل تمریناتي او ښوونیز کمپونه مو ورته چمتو کړل چې په پایله کې مو ترې یاد لوبغاړي په نخښه کړي دي او زه ډاډمن یم چې په درې اړخیزه لوبلړۍ او د ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو په اسیا جام سیالیو کې به هم ښه وځلېږي.»
د دغو ۱۸ لوبغاړو د لوبډلې کپتان محبوب تسکین دی او د تېر ۱۹ کلنو له نړیوال جام څخه هم دوه لوبغاړي الله محمد غضنفر او نصیر خان غوره شوي دي. غضنفر د افغانستان د کرکټ په ملي او الف لوبډلو کې هم لوبېدلی دی.
د ۱۸ لوبغاړو په منځ کې یې درې احتیاطي چې د ضرورت په وخت کې به په لوبدلې کې شامل شي.
افغانستان به په دې درې اخیزې لړۍ کې له پاکستان او متحدو عربو اماراتو سره دوې دوې لوبې کوي او لومړۍ لوبه به یې له پاکستان سره د نومبر په ۱۵ نېټه ده.
له دغې درې اړخیزې لړۍ څخه وروسته به افغانستان د همدغې میاشتې په ۲۹مه نېټه د ۱۹ کلنو د اسیا کپ په سیالیو کې برخه اخلي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله په تېر نړیوال جام کې په ۱۵م مقام راغی او په همدې اساس باید بل نړیوال جام ته د ورتګ لپاره د غوراوي سیالیو په پړاو کې ولوبېږي، چې له اسیا کپ څخه وروسته پیل کېږي.
افغان کرکټ بورډ هیله ښودلې ده چې د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله به نړیوال جام ته لاره وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکت الف لوبډلې (افغان ابدالیان) د یکشنبې په ورځ په عمان کې اسیا د ایمیرجینګ کپ سیالیو اتلولي وګټله. دا سیالۍ د اتو هېوادونو ترمنځ وې.