حشمت شهیدي: د جنوبي افریقا د لوبډلې تر تاثیر لاندې نه یو

د افغنان لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي په چمپینز ټرافي کې له جنوبي افریقا سره تر لوبې یوه ورځ مخکې وویل چې افغان لوبډله د جنوبي افریقا د لوبډلې تر تاثیر لاندې نه ده.

شهیدي د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۰ (کب دویمه) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې افغانستان څو میاشتې مخکې له جنوبي افریقا څخه د دریو لوبو لړۍ ګټلې او هغه بري ډاډه کړي دي.

هغه وویل: «موږ تازه په شارجه کې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړې، ډاډه یو او تر فشار لاندې نه یو.»

شهیدي زیاته کړه چې هغوی د چمپینز ټرافي سیالیو ته د لوبو د ګټلو لپاره راغلي‌ او «۱۰۰فیصده به هڅه کوي چې پایلوبه» وګټي.

د افغانستان او جنوبي افریقا لوبه نن جمعه د پاکستان د کراچۍ په ښار کې ده.

د افغان لوبډلې کپتان همدغه راز په خپلو خبرو کې وویل چې له افغانستان سره د کرکټ د لوبو د بایکاټ غوښتنې ته پام نه کوي.

څه موده مخکې د بریتانیا څه باندې ۱۶۰ سیاستوالو د انګلنډ له کرکټ بورډ څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري د ښځو او نجونو د حقونو د نه مراعت کولو له کبله په چمپینز ټرافي کې له افغانستان سره لوبه ونه کړي، خو د انګلنډ کرکټ بورډ دا غوښتنه رد کړه.

د جنوبي افریقا د سپورټ وزیر ګایټن مکنزي هم د بریتانوي سیاستوال غوښتنه بدرګه کړه.

شهیدي په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زموږ دنده دا ده چې په میدان کې دننه مسائیل کنترول کړو. نور مسائیل موږ تر فشار لاندې نه شي راوستلای. ټوله نړۍ پوهېږي چې موږ ښه لوبه کوو او په ځانګړي ډول په تېرو دریو کلونو کې. موږ یوازې په خپلې لوبې تمرکز کوو.»

په چمپینز ټرافي کې د افغانستان دویمه لوبه د فبرورۍ په ۲۶مه له انګلنډ او درېیمه یې د همدې میاشتې په۲۸مه له استرالیا سره دي.