د لاس رسي وړ اتصالات

حشمت شهیدي: کوښښ مو دا دی چې د چمپینز ټرافي کپ افغانستان ته یوسو


د افغانستان د یوې ورځنیو لوبو کپتان حشمت الله شهیدي
د افغانستان د یوې ورځنیو لوبو کپتان حشمت الله شهیدي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي وایي چې افغان لوبغاړي د دې لپاره د چمپینز ټرافي سیالیو ته نه دي تللي چې په کې یوازې ګډون وکړي، بلکې د لوبو د ګټلو لپاره ورغلي دي.

شهیدي د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې افغان لوبغاړي دغو سیالیو ته پوره چمتو دي. هغه وویل: «پوره سل فیصده په اطمیناني ډول راغلي یو چې هره لوبه وګټو او ان شاءالله زموږ کوښښ به دا وي چې دغه ټرافي افغانستان ته یوسو له ځان سره.»

شهیدي وویل چې د افغانستان ورو توپ اچوونکي بیساري دي‌ او په دغو سیالیو کې د دوی دا برخه قوي ده، خو وايي چې د قوي لوبډلو په مقابل کې یوازې په یوې برخې باندې «لوبې نه شی ګټلای، زه تاسو ته وایم چې په دغه ټورنمنټ کې به زموږ بیټینګ هم عالي وي او موږ کار هم پرې کړی» دی.

حشمت الله شهیدي وویل چې د پاکستان پچ او اب او هوا هم د افغان لوبغاړو لپاره مناسب دي، ځکه چې «افغان لوبغاړو مخکې هم دلته ډېرې لوبې کړې او ورسره اشنا» دي.

افغانستان د چمپینز ټرافي تر سیالیو مخکې په لاهور او کراچۍ کې د پاکستان د الف او د نیوزلنډ په لوبډلو باندې دوې تمرینې لوبې وبایللې، خو کپتان شهیدي وویل چې دا لوبې ورته ډېرې مهمې نه وې او دوی په دغو لوبو کې د رسمي‌ سیالیو لپاره د لوبډلې د ترکیب په برابرولو باندې ډېر پام وکړ.

د افغانستان لومړۍ لوبه سبا جمعه د کراچۍ په ښار کې له جنوبي افریقا سره ده. افغانستان همدغه راز له انګلنډ او استرالیا سره هم لوبې لري او باید د څلورو لوبډلو په دغه ګروپ کې په لومړیو دوو کې راشي،‌چې نیمه پایلوبو ته لاره وکړي. حشمت شهیدي ډاډ څرګند کړ چې افغانستان به سیمې فاینل ته وځي.

د چمپینز ټرافي سیالۍ د چهارشنبې په ورځ پیل شوې او د مارچ په نهمه نېټه به ختمېږي، د دغو سیالیو په لومړۍ لوبې کې په کراچۍ کې نیوزلنډ کوربه پاکستان ته ماتې ورکړه.‌ افغانستان په لومړي ځل په دغو سیالیو کې ګډون کوي.

له حشمت الله شهیدي سره پوره مرکه دلته کتلای شی:

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG