د پوتین خبرداری: د اوکراین دپاسه د پرواز بندول جګړه کې د داخلیدو په معنی دي 

د روسیې ولسمشر نن د مارچ په پنځمه (کب ۱۴) خبرداری ورکړ چې هر هغه هیواد چې اوکراین د پرواز نه کولو د سیمې په توګه وپیژني، د مسکو لپاره په جګړه کې دد داخلیدو معنی لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ددې هیواد د ایرفلوت هوایي شرکت د کارکوونکو سره د لیدنې پر وخت وویل: "مونږ پدغه لار هر ډول حرکت به په وسله وال کړکیچ کې د هماغه هیواد د ګډون په توګه وګڼو."

هغه زیاته کړه چې د نه پرواز د ساحې وضع کول به "ستر او غمجن" عواقب نه یواځې اروپا ته بلکې ټولې نړۍ ته ولري.


د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د مسکو د یرغل د پیل راهیسې په وار وار له ناټو غوښتي چې د اوکراین پر شاوخوا د نه پرواز کولو ساحه جوړه کړي.

خو، د ناټو او د اروپایي ټولنې د هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین د ولسمشر غوښتنه رد کړه، ځکه د هغوی په وینا دا ډول اقدام ښایي په اروپا کې د یوې څرګندې جګړې د رامنځته کیدو سبب شی.

ښاغلي زیلنسکي له ناټو وغوښتل تر څو څرګنده کړي چې د روسیې سره په جګړه کې د اوکراین تر څنګ ولاړ دي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستوټتنبرګ وویل متحدینو توافق کړی چې د ناټو الوتکې باید د اوکراین په هوایي حریم او د ناټو ځواکونه د اوکراین په قلمرو کې ماموریت ترسره نکړي. بیا هم هغه دا تصمیم "دردونکی" وګاڼه.

د روسیې ولسمشر نن همداشان هغه آوازې رد کړې چې ګواکې روسیه غواړي پدې هیواد کې پوځي حالت اعلان کړي.

هغه زیاته کړه پوځي حالت یواځې په هغه صورت کې عملي کیږي چې بهرنۍ مداخله وشي او روسیې اوسمهال دا ډول کوم څیز ندی تجربه کړی.