کوټه: په جومات کې چاودنې څه دپاسه ۱۰ تنه وژلي

د بلوچستان د مرکز کوټې ښار په یو جومات کې د جنورۍ ١٠ چاودنه

د بلوچستان د مرکز کوټې ښار په یو جومات کې چاودنه شوې چې د لومړنیو رپوټو له مخې په کې ١٣ تنه وژل شوي او ٢٠ نور ټپیان دي.

د بلوچستان د پولیسو مشر محسن حسن بټ، د فرانس پرس اژانس ته ویلي چې دغه چاودنه د کوټې ښار په سېټلاېټ ټاون کې شوې ده.

د بلوچستان وزیراعلی جام کمال خان دغه برید په سختو ټکو غندلی دی او ویلي یې دي چې د نړۍ هیڅ مذهب او قام په یو جومات کې د عبادت کوونکو په نښه کولو اجازه نه ورکوي.

د پولیسو یو مشر رازق چیمه ویلي چې د کوټې د پولیسو ډي اېس پي "امان الله" هم په دغه چادونه کې وژل شوی دی.

د کویټې سندیمن روغتون یو ډاکتر محمد وسیم د ١٠ تنو وژنه تائید کړې او ویلي یې دي چې ١٦ تنه نور ټپیان شوي دي.

په کوټه کې د جنورۍ پر اومه نېټه هم د دغه ښار په مرکز کې په یوې چادونې کې دوه تنه وژل شوي او ۱۶ ټپیان شوي وو.

تر اوسه ددې چاودنې پړه کوم کس او یا ډلې نده منلې.