د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د بلوڅانو بیلتون غوښتونکو ډله د ترهگرو په لسټ کې شامله کړه


د امریکا د بهرنو چاور وزارت د بلوچستان د خپلواکۍ ځواک (بي ایل ای) چې د پاکستان نه د ازادۍ لپاره د څو کلونو راهیسې وسله واله مبارزه کوي، د ترهگرو په تور لسټ کې شامله کړیده.

د امریکا د بهرنو چار وزارت اعلان کړیدی چې هغوي د بي ایل ای ډله د ترهگرو په تور لسټ کې شاملوي او د دغې ډلې سره هر ډول ورکړه راکړه به غیر قانوني وي.

د امریکا د بهرنو چارو د وزرات اعلامیه لیکي چې بي ایل ای یوه وسله واله ډله ده چې په بلوچستان کې پوځیان او ملکیان په نښه کوي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې پوځ د بلوچستان د ازادۍ د ځواک په نوم د دغې ډلې په ضد د ٢٠٠۴ کال راهیسې عملیات کوي.

دغه ډلې په پاکستان کې په چینایي کارکوونکو بریدونه ترسره کړیدي او مسولیت یې قبول کړیدی. بي ایل ای د چین او پاکستان حکومت ته څو ځلې خبرداری ورکړیدی چې د هغوي په خاوره دې "قبضه" نه کوي.

د پاکستان د بهرنو چارو وزرات د امریکا دغه پریکړه ستایلي ده او وایي چې هیله لري دغه به د بي ایل ای د فعالیتونو تر څه حده کنټرولولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG