د استرالیا حکومت وايي د ډونالډ ټرمپ د نوي فرمان په اساس د استرالیا د کډوالو د ساتنې په مرکزونو کې د هغو پناه غوښتونکو برخلیک له ناڅرګند حالت سره مخامخ شوی، چې ټاکل شوې وه امریکا ته ولاړ شي.
ټرمپ د جنوري په ۲۰مه نېټه د خپل کار په لومړۍ ورځ یو فرمان خپور کړ او امریکا ته یې د کډوالو او پناه غوښتونکو راتګ بند کړ.
د امریکا او استرالیا حکومتونو ترمنځ د ۲۰۱۶ کال د تړون په اساس، شاوخوا ۱۲۵۰ پناه غوښتونکو، چې د استرالیا په لېرو سواحلو کې د کډوالو په مرکزونو کې ساتل کېدل، متحدو ایالتونو ته یې د پناه اخیستو غوښتنې سپارلې وې.
د استرالیا حکومت وايي چې د تېرکال د اګست میاشتې تر پای پورې، ۱۱۰۶ تنه پناه غوښتونکي متحدو ایالتونو ته تللي دي.
د استرالیا د داخلي چارو وزارت ویاند وویل چې د تقریبا ۳۰ پناه غوښتونکو قضیې په بېلا بېلو پړاوونو کې دي.
نوموړي زیاته کړه چې د ټرمپ فرمان په استرالیا کې په موقت ډول د مېشتو پناه غوښتونکو په ګډون د امریکا ته ټول تلونکي پناه غوښتونکي اغیزمن کړي.
د استرالیا حکومت ویلي دي، چې د امریکا له حکومت سره د پناه غوښتونکو په اړه نورو مشورو ته منتظر دی.
استرالیا د کډوالو په اړه د خپل ۲۰۱۲ کال د سخت قانون په اساس، ټول هغه پناه غوښتونکي، چې د اوبو له لارې استرالیا ته داخل شوي، د کډوالو د ساتنې په مرکزونو کې ساتلي.
دا پناه غوښتونکي د نایور او پاپوانیوګیني د مانوس په جزیرې کې ساتل کېږي.