بایډن د نړۍ مشرانو ته: د افغانستان د جګړې د ختمولو پرېکړه سخته خو سمه وه

دا په ملګرو ملتونو کې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن وروستۍ څرګندونې وې.

د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن سه شنبه سپتمبر ۲۴ (تلې درېیمه) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د اېستلو په اړه د خپلې پرېکړې ننګه وکړه.

بایډن چې په خپلو خبرو کې په نړۍ کې د شخړو په ختمېدو ټېنګار کاوه، د نړۍ مشرانو ته وویل: "کله مې چې د ولسمشر په توګه دنده پيل کړه، افغانستان د ویتنام ځای نیولی و او د امریکا په یوې اوږدې جګړې بدل شوی و. هوډمن وم چې ختمه یې کړم او دا کار مې وکړ."

نوموړي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل: "دا پرېکړه سخته خو سمه وه. د امریکا څلورو ولسمشران له دغې پرېکړې سره مخامخ شوي وو، خو زه هوډمن وم چې دا پرېکړه پنځم ولسمشر ته پرېنږدم."

جوبایډن وویل چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل له تراژېدۍ سره مل وو، هغه د تخلیې د ماموریت په مهال د کابل د هوايي ډګر په مخکې ځانمرګي برید ته اشاره وکړه، چې په کې د ۱۳ امریکايي ځواکونو په ګډون شاوخوا ۱۷۰ تنه ووژل شول.

بایډن وویل چې تل د هغو ۲۴۶۱ امریکایي سرتېرو په اړه، چې په افغانستان کې وژل شوي، فکر کوي. هغه زیاته کړه چې ۲۰۷۷۴ امریکايي سرتېري د افغانستان په جګړې کې ژوبل شوي دي.

د بایډن جمهوريت غوښتونکي سیالان تل په هغه باندې له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په اړه نیوکه کوي او وايي چې د "دغه ستونزمن وتلو" مسئولیت د بایډن په غاړه دی. خو هغه د تخلیې پروګرام بریالی بولي.

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډې کې د بایډن د خبرو په مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم په غونډې کې و. د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې نن انتوني بلینکن احضار کړی و. خو د دغې کمېټې غونډه، د بلینکن د نه شتوالي له کبله لغوه شوه.

دا په ملګرو ملتونو کې د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن وروستۍ وینا وه.