متقي د افغانستان د سولې مذاکراتو لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز رد کړ

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارووزارت وايي چې سرپرست وزیر یې امیرخان متقي افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافیر رابرت ډکسن سره کتلي او په یو لړ مسلو یې ورسره خبرې کړي دي.

ددغه سفارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د سه شنبې په ورځ د ډسمبر۱۹(لیندۍ ۲۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافیر رابرت ډکسن یو ځل بیا د سیاسي موخو ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالی رد کړی دی.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "ښاغلي ډکسن اوسني رامنځته شوي شرائط د بشري مرستو ترڅنګ د اقتصادي او سیاسي مسایلو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وباله، او ویې ويل دوی د سوله ییز او باثباته افغانستان غوښتونکي دي، د سیاسي موخو ترلاسه کولو لپاره تاوتریخوالی په کلکه ردوي او دا دریځ یې رسماً اعلان کړی هم دی."

همداشان ددغې خبرپاڼې له مخې ډکسن په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو وروستی راپوریو متوازن راپور بللی دی.

خو متقي ددغه راپور له ځینو برخو په ځانګړي ډول په راپور کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو د وړاندیز سره مخالفت کړی دی.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "ده همداراز د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي وروستي راپور زیاتره موارد مثبت وبلل خو هغه د وړانديز هغه برخه له اوسنیو شرایطو سره سم او مناسبه ونه ګڼه چي د افغانستان لپاره دي کوم نوی خاص استازی وټاکل شي."

افغانستان په اړه د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو خپل راپور تیره میاشت ملګروملتونو عمومي منشي ته سپارلی دی.

په دې راپور کې په نړیوال سیستم کې د افغانستان ادغام د طالبانو د ادارې له خوا د نړیوالو مسوولیتونو منل او د بین الافغاني ډیالوګ د رامنځ ته کیدو پورې مربوط ګڼل شوي دي.

همداشان په دغه راپور کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د عمومي منشي له خوا د ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز هم شوی دی. بریتانیا د نورو لودیځو هیوادونو په څیرد افغانستان سفارت د قطر پایتخت دوحه ته انتقال کړی دی او له هغه ځایه ددغه هیواد چارې پرمخ وړي.

رابرت ډکسن د تیرې یوې اونۍ راهیسې په کابل کې دی. هغه د امیرخان متقي سره د کتنې دمخه د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم د وزارت د سرپرست په ګډون د ځینو چارواکو سره هم کتلي و.

تراوسه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت او پخپله افغانستان لپاره ددغه هیواد شارژدافیر ددغې کتنې او په کتنه کې د بحث شویو مسلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بریتانیا شارژدافیر په افغانستان کې د سیاسي بدلون لپاره تاوتریخوالی په داسې حال کې رد کړی چې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د روان ۲۰۲۳ کال دوبي کې هم په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د تاوتخریوالي له لارې د سیاسي بدلون سره مخالفت ښودلی و.