طالبانو په بامیان کې دوه بریتانوي وګړي نیولي - راپور

د بریتانوي او یو شمیر نورو نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې طالبانو دوه عمر خوړلي بریتانوي وګړي، چې د شاوخوا دوو لسیزو راهیسې یې د افغانستان په ځینو برخو کې ماشومانو او میندو ته د زده کړو پروګرامونه پرمخ وړل د بامیان په ولایت کې نیولي، چې د نیولو وروسته د هغوی د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته دي.

د بریتانیا د سنډی ټایمز ورځپاڼې د دغو بریتانوي وګړو پیټر او باربي رینولدز چې ښځه او میره دي د خپلوانو له قوله ویلي چې هغوی د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ د میاشتې پر لومړۍنېټې ( سلواغې ۱۳مه) د بامیان په ولایت کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

د پیټر او باربي رینولدز ماشومانو دغې بریتانوي ورځپاڼې ته ویلي چې مور او پلار یې چې د ۷۰ کلنو څخه یې عمرونه پورته دي د تیرو ۱۸ کلنو راهیسې په افغانستان د ښوونې او روزنې پروګرامونه پرمخ وړل او د زیاتې مودې راهیسې یې د بامیان په ولایت کې ژوند کاوه.

د هغوی د معلوماتو پر اساس دغې عمر خوړلې جوړې په کابل کې د ښوونې او روزنې په برخه کې ماشومانو او میندو ته پنځه پروژې او یوه بله پروژه د بامیان په ولایت کې پرمخ وړله.

بریتانیا د سنډی ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د ښوونې او روزنې دا پروژې ظاهرا د طالبانو سره په همغږۍ کې ترسره کیدلې. د پیټر او باربي رینولدز ماشومانو دغې رسنۍ ته ویلي چې په تیرو دریو کلنو کې د طالبانو د حکومت چارواکي ددغو پروژو څخه راضي وو.

طالبانو تراوسه ددغو دوو بریتانوي وګړو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي. خو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ددغو دوو کسانو نیول کیدل تائید کړي او ویلي یې دي چې د هغوی له کورنۍ سره همکاري کوي.

د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د دوشنبې د ورځې په یوې خپرې شوې اعلامیې کې وویل، "موږ د هغو دوو بریتانوي اتباعو له کورنۍ سره همکاري کوو چې په افغانستان کې نیول شوي دي."

طالبانو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک د بیا ترلاسه کولو وروسته د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او هم یې ښځې او نجونې د غیر حکومتي موسسو په ګډون له کور څخه بهر له کار کولو او په عام ژوند کې د ګډون څخه منع کړي دي.

د پیټر او باربي رینولدز ، لور سارا انتویستل د سنډی ټایمز ورځپاڼې ته ویلي: " دا واقعا بد کار دی. زما مور ۷۵ کلنه ده او پلار مې نږدې ۸۰ کلن دی او[هغه] د یوې کوچنۍ سکتې وروسته د زړه د ناروغۍ درملو ته اړتیا لري."

سارا انتویستل وویل چې مور او پلار یې د تیرو دوو لسیزو راهیسې هڅه کوله چې هغه هیواد سره مرسته وکړي چې ورسره یې مینه لرله".

د سنډی ټایمز ورځپاڼې او د اې پي خبري اژانس ویلي چې سارا انتویستل او د هغې دریو ورونو طالبانو ته په یو سر خلاصې لیک له هغوی غوښتي چې مور او پلار دې ژر خوشې کړي.

ددغې بریتانوي جوړې بچیانو ویلي چې د هغوی د مور او پلار د نیولو درې ورځې دمخه د تیلیفون له لارې ورسره په اړیکه کې شوي وو، خو د هغې وروسته یې اړیکه پرې شوې ده.

طالبانو ته د پیټر او باربي رینولدز ماشومانو په سرخلاصې لیک کې ویلي: " هغوی [د پیټر او باربي رینولدز ] خپل باور تاسو ته اعلان کړی دی او د افغانستان د وګړو په توګه تمه لري چې هغوی سره ښه چلند وشي".

هغوی ویلي چې د خپل مور او پلار د نیول کیدو په تړاو د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې دي، خو ددې له امله چې بریتانیا د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني او په کابل کې د سفارت هم نلري، نو د هغوی د خلاصون هڅې بې پایلې پاتې شوي دي.

طالبانو لا تراوسه دغه پرانیستې لیک ته ځواب نه دی ورکړی، خو دغې ډلې په افغانستان کې د واک د بیا ترلاسه کولو وروسته د بریتانوي او امریکايي وګړو په ګډون په لسګونو بهرني وګړي نیولي دي، چې ځینې یې لا هم د طالبانو په زندان کې ورځې شپې تیروي.

د طالبانو د زندانونود چارو د سمون د ادارې مشر محمد یوسف مستري د تیر ۲۰۲۴ کال سپټمبر په میاشت کې خبریالانو ته ویلي و، چې په افغانستان کې تر ۱۵۰ پورې بهرنیو هیوادونو اوسیدونکي چې اکثره یې د ګاونډیو هیوادونو اوسیدونکي دي او تر ډیره د جنايي فعالیتونو په تړاو نیول شوي د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي. خو نومو ي ویلي و، چې امریکايي بندیان د هغه ترکنټرول لاندې زندانونو کې نه ساتل کیږي.

طالبانو په دې وروستیو اونیو کې دوه امریکايي او یو کاناډايي وګړی له زندان څخه خوشې کړي دي. د دوو امریکايي وګړو په بدل کې د امریکا متحده ایالاتو حکومت د طالبانو یو بندې د امریکا د یو زندان څخه خوشې کړی دی.

امریکايي چارواکو ویلي چې اوس هم لږ ترلږه دوه امریکايي وګړي محمود حبیبي او جورج ګلیزمن لا هم په افغانستان کې د طالبانو سره بندیان دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو د جنوري ۲۵ (سلواغې شپږم) خبرداری ورکړ که ثابته شي چې په افغانستان کې د طالبانو سره تر هغه څه چې له وړاندې ویل شوي، نور امریکایي اتباع بندیان وي ددې ډلې د مشرانو په سر به "ډیر غټ انعام" وټاکي.

ښاغلي روبیو د ایکس په شبکې کې پرته لدې چې نور جزییات ورکړي، لیکلي چې ورته ویل شوي په افغانستان کې د طالبانو سره نور امریکایي اتباع هم بندیان دي.

د امریکا دې تر ټولو لوړ پوړي دیپلومات لیکلي، " که دا ریښتیا وي، مونږ به په سمدستي توګه د هغوي ( طالبانو) په مشرانو ډیر لوړ انعام وټاکو، ښایي تر هغه (انعام) لوړ وي چې په بن لادن مو ټاکلی و".

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین د جنوري ۲۷(سلواغه اتمه) په افغانستان کې د امریکايي وګړو د توقیف په مقابل کې د غچ اخیستونکو اقداماتو په اړه متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړیوو.

شاهین د مارکو روبیو د دغو څرګندونو په اړه امریکا غږ ته په یو لیکلي پيغام کې ویلي: "زموږ تګلاره دا ده، چې د سوله ایزو اقداماتو له لارې د حل لارې پیدا کړو."

هغه زیاته کړه: "د یرغل او فشار په مقابل کې، د افغانستان د خلکو د ورستیو کلونو جهاد د ټولو لپاره یو درس دی."