روان کال کې د کاناډا نژدې ۲۵ میلیون هکټاره ځنګلونه سوځیدلي

د امریکا د نیویارک د ښار پر هوا د کاناډا د ځنګلونو د اور د لوګیو اغیز

د کاناډا د حکومت د احصایې له مخې چې د شنبې په ورځ جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۴) خپره شوه، سږ کال اورلګیدنې په دې هیواد کې ۲۴.۷میلیونه هکتاره ځنګلونه له منځه وړي دي.

د کاناډا د حکومت د وړاندوینې له مخې په راتلونکو اونیو کې به په هغه هیواد کې اورونه نور هم زیات شي او په ډیرو سیمو به اغیز وکړي. د ۲۰۲۳ کال اورونه د کاناډا په عصري تاریخ کې بې ساري دي.


د کاناډا د اور وژنې ادارې د احصایې له مخې، په ۱۹۸۹ کال کې اورونو په ټول هیواد کې ۱۸.۳میلیون هکتاره ځنګلونه سوځولي وو.

په کاناډا کې د جون په پای کې د ځنګلونو د اورونو لوګيو شاوخوا ۳۳ فیصده امریکایانو ته د هوا کیفیت خراب کړ او د متحده ایالاتو په ځینو ځایونو کې یې خطرناک او غیر صحي شرایط رامینځته کړل.


د نيويارک، شيکاګو، فلاډلفيا او د امريکا په شمال کې د ګڼو ښارونو په ګډون د لويو ښارونو اسمان په خړو دوړو پوښل شوی و او په هوا کې د سوځېدلو لرګيو بوی احساس کیده. په ځینو ښارونو کې د لوګي غلظت دومره لوړ و چې د لمر لوېدل په څرګند ډول نه لیدل کیدل.

د کاناډا د حکومت د شمېرو له مخې، د نړۍ نږدې نهه سلنه ځنګلونه په دغه هېواد کې پراته دي او په تېرو ۲۵ کلونو کې د دغه هېواد په ځنګلونو کې په اوسط ډول شاوخوا ۷۳۰۰ اورونه لګېدلي دي

په دغه هېواد کې د ځنګلونو د اور لګېدو کچه هر کال توپیر لري، خو د اور لګېدو منځنۍ کچه شاوخوا ۶.۲ میلیونه هکتاره اټکل شوې ده.

په تیره لسیزه کې، په کاناډا کې د اور وژنې لګښتونه په کال کې د ۸۰۰ میلیون ډالرو څخه تر ۱.۵ میلیارد ډالرو پورې وو.