د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنې د کاناډا د ځنګلي اور په کابو کولو کې د مرستې وړاندیز کړی 


پر نیویارک ښار د کاناډا د ځنګلي اور اغیز
پر نیویارک ښار د کاناډا د ځنګلي اور اغیز

د اروپايي کمیسیون مشرې اروسولا فون دیر لاین د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) وویل چې د اروپایی ټولنې غړو هیوادونو د کاناډا سره د اور په وړاندې مبارزه کې د مرستې وړاندیز کړی چې شاوخوا ۳۰۰ اور وژونکي ورواستوي.

د کاناډا په ځنګلونو کې ددغه اور په نتیجه کې د متحده ایالاتو د ختیځې غاړې یو شمیر ښارونه په لوګي پوښل شوي دي.

د ځنګلونو د اور د لوګي په وجه د چهارشنبې په ورځ د امریکا د نیویارک ایالت او په ځانګړې توګه د نویارک ښار هوا د ریکارډ په کچه ککړه شوی وه او د متحده ایالاتو ختیځ ساحل ته څیرمه ښارونو د هوا د ککړتیا خبرداری ورکړی او په زرګونو کسانو په کاناډا کې خپل کورونه پریښي دي.

د اروپايي کمیسیون مشرې اروسولا فون دیر لاین په ټویټر لیکلي دي، "کاناډا د اروپایي ټولنې د مدني محافظت میکانیزم څخه د ملاتړ غوښتنه کړې - او موږ سمدستي ځواب ورکوو."

هغې زیاته کړه: "فرانسه، پرتګال او اسپانیا د څه دپاسه ۲۸۰ اور وژونکو د مرستې وړاندیز کړی او نور هم په لار دي."

ددغه ویجاړونکي اور له امله څه دپاسه ۲۰ زره خلک بې ځایه شوي او په کاناډا کې یې شاوخوا ۳.۸ میلیون هکتاره ځمکه سوځولې او د کاناډا صدراعظم جسټین ټروډو د ځنګلي اور دغه فصل د هیواد ترټولو بد فصل بللی دی.

د متحده ایالاتو د چاپیریال ساتنې اداره (EPA) وایي د متحده ایالاتو په شمال ختیځ کې له ۱۰۰ میلیونو څخه په زیاتو خلکو لوګي ناوړه اغیز کړی او ددې هیواد د لویدیز شیکاګو څخه تر جنوب اتلانټا پورې د لوګي په وجه د هوا د ککړتیا خبرداری ورکړل شوی دی.

د متحده ایالاتو په ختیځ ساحل کې د چهارشنبې په ورځ ښوونځیو د ټولګیو بهر فعالیتونه لغوه کړل، د هوایی ډګرونو ترافیک ورو شو او د میلیونونو امریکایانو حخه وغوښتل شول چې په کور دننه پاتې شي.

روغتیايي مقاماتو له ورمونټ څخه تر سویلي کارولینا پورې په ۱۵ ایالتونو کې او همدارنګه په اوهایو او کنساس کې د چهارشنبې په ورځ جون اومه (غبرګولي ۱۷) د سیمې اوسېدونکو ته په پاکې هوا کې له صحي کچې څخه لوړ د ککړتیاو د شتون خبرداری ورکړی دی.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په ټویټر لیکلي: "دا مهمه ده چې امریکایان د هوا خطرناکه ککړتیا تجربه کوي، په ځانګړي توګه هغه خلک چې روغتیایی ستونزې لري، د ځایی چارواکو غږ واوري ترڅو خپل ځان او کورنۍ خوندي کړي."

د کاناډا حکومت د اور د کنټرولولو لپاره د اور وژونکو سربیره سیمې ته پوځي ځواکونه استولي دي. اوس مهال تقریبا د کاناډا په ټولو لسو ولایتونو کې اور لګیدلی دی، چې د کیوبک وضعیت ترټولو خراب دی.

XS
SM
MD
LG