د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا کې د ځنګلي اور لوګي په امریکا کې د هوا د ککړتیا د خبرداري زنګ وغږاوه  


پر نیویارک ښار د کاناډا د ځنګلي اور اغیز
پر نیویارک ښار د کاناډا د ځنګلي اور اغیز

په کاناډا کې د ځنګلونو د اور اخیستلو په نتیجه کې د لوګي د خپریدو وروسته د متحده ایالاتو په ختیځ او شمال ختیځ کې په ۱۵ ایالتونو کې د هوا د ککړتیا خبرداری ورکړل شوی.

روغتیايي مقاماتو له ورمونټ څخه تر سویلي کارولینا پورې په ۱۵ ایالتونو کې او همدارنګه په اوهایو او کنساس کې د چهارشنبې په ورځ جون اومه (غبرګولي ۱۷) د سیمې اوسېدونکو ته په پاکې هوا کې له صحي کچې څخه لوړ د ککړتیاو د شتون خبرداری ورکړی دی.

د مقاماتو په وینا، په کاناډا کې د اور له امله په لوګی کې د دغو ککړتیاو شتون چې د متحده ایالاتو د سویل په لور خپریږي، د میلیونونو امریکایانو لپاره د تنفسي ستونزو لامل کیدای شي.

د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې ویلي، چې د امریکا د پلازمېنې واشنګټن ډي سي ښار اوسېدونکو ته هم د هوا د کیفیت د خرابوالي له امله خبرداری ورکړل شوی دی.

خلکو ته امر شوی چې بهر ته تګ محدود کړي او هغه کسان چې تنفسي ستونزې او ناروغۍ لري ماسک واغوندي.

د سږکال د اور له امله چې د معمول موسم څخه دمخه پیل شوي او په چټکۍ سره خپریږي، چارواکو ویلي چې د کاناډا په ځنګلونو کې تر ټولو ناوړه اور په پراخیدو دی.

د نیویارک ښار او د متحده ایالاتو په شمال کې د ډیرو ښارونو اسمان په خړو دوړو پوښل شوی او په هوا کې د لرګیو سوځیدو بوی احساس کیږي. په ځینو ښارونو کې د لوګي غلظت دومره لوړ وو چې د لمر ختل په څرګند ډول نه لیدل کېدل.

د نیویارک ښار لوړې ودانۍ، چې په روښانه او لمریزو ورځو کې د څو کیلومتره لیرې څخه لیدل کیدای شي، د چهارشنبه په سهار حتی د نږدې فاصلو څخه هم نه لیدل کیدې.

که څه هم، د متحده ایالاتو په شمال، شمال ختیځ او ختیځ ښارونو کې ښوونځي خلاص دي، خو هغه فعالیتونه چې د ټولګیو څخه بهر او په آزاده هوا کې ترسره کیږي، لکه فزیکي تمرینونه، بند شوي یا په سرپوښلو ځایونو کې ترسره کیږي.

په کاناډا کې مقاماتو د ټورنټو په ګډون د اور ساحو ته نژدې سیمو اوسیدونکو ته د هوا د کیفیت د خرابیدو خبرداری هم ورکړی.

د کاناډا حکومت د اور د کنټرولولو لپاره د اور وژونکو سربیره سیمې ته پوځي ځواکونه استولي دي. اوس مهال تقریبا د کاناډا په ټولو لسو ولایتونو کې اور لګیدلی دی، چې د کیوبک وضعیت ترټولو خراب دی.

د وروستیو احصایو له مخې په کاناډا کې په وروستیو اورونو کې شاوخوا ۳،۳ میلیونه هکتاره ځنګلونه په بشپړه توګه له منځه تللي او تر ۱۲۰ زرو ډېر خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG