د افغانستان په اړه د جینیوا کنفرانس پيل شو

ټاکل شوې نن دوشنبه د نومبر۲۳مه په ژنیو کې د فنلنډ، افغانستان او ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان سره د مرستو په اړه کنفرانس پیل شي.

په دغه دوه ورځني کنفرانس کې به نړیوال سازمانونه او هیوادونه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره له افغانستان سره د خپلو مالي مرستو د دوام په اړه پرېکړه وکړي.

په افغانستان کې د فنلنډ سفارت نن دوشنبه نومبر ۲۳مه پر خپل ټویټر لیکلي چې د یاد کنفرانس په لومړۍ ورځ به د بشري حقونو، د ښځو پر لاسته راوړنو، ساتنې او پرمختګ او بیرته راستنېدنکو کډوالو په اړه بحثونه وشي.

همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما هم ویلي چې د یاد کنفرانس په لومړۍ ورځ چې نن دوشنبه ده په افغانستان کې د بشري حقوقونو پر وضعیت، نوي ادغام، له فساد سره پر مبارزې او اقتصادي مسائلو په اړه خبرې وشي.

د یاد کنفرانس عمومي ناسته به سبا سې شنبه چې د نومبر پر۲۴مه کیږي د فنلنډ پر وخت سهار نهه بجې پيل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال په یاد کنفرانس کې د ګډون لپاره سویس ته رسېدلي دي.

د افغانستان په اړه د ژنیو کفرانس د «تلپاتې سولې او پر ځان بساینې» په نوم د ولسمشر محمد اشرف غني او ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په وینا سره پرانیستل کیږي.

افغانستان د مالیې وزارت د ویاند شمروز خان مسجدي په وینا ټاکل شوې په دغه کنفرانس کې د شااوخوا ۸۰ هیوادونو استازي په انلاین ډول ګډون وکړي.

ښاغلی مسجدي چې دا مهال په سویس کې دی ویلي چې د یاد کنفرانس تر سره کېدو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی او د ځینو هیوادونو استازي به په حضوري ډول ګډون وکړي.

د فنلند د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو، ویلي چې یو عمده بدلون د مرستو ارزول د څلور کالو څخه یو کال ته راټیټیدل دي. د فنلند د بهرنیو چارو وزیر وویل مرسته کوونکې ټولنه نه غواړي چې د تیرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.