د طالبانو د مشر له خوا د امر بالمعروف د نوي قانون خپریدو ته د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې د خبریالانو مصونیت کمیټې هم ددې قانون په نافذیدو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې دا قانون د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت محتسبینو ته د افغان رسنیو د سانسور په برخه کې تازه واک ور په لاس کوي.
دغې کمیټې د جمعې په ورځ اګست ۲۳(سنبلې دوېیم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو د مشر له خوا دغه نوی توشیح شوی قانون خبریالان د هغو راپورونو د خپریدو څخه منع کوي چې د طالبانو د امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت محتسبین یې د اسلامي شریعت او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی ګڼي.
د خبریالانو د مصونیت کمیټې د اسیا د پروګرامونو همغږې کوونکې بیح لیح يي ویلي: "د امربالمعروف نهی عن المنکر قانون د طالبانو بدنامه اخلاقي پولیسو ته پراخه واک په لاس کې ورکوي چې د افغانستان د رسنیو نابود شوې ټولنه چې له وړاندې د محدودیتونو سره مخ ده نوره هم د محدودیتونو سره مخ کړي".
د خبریالانو د مصونیت کمیټې دغې چارواکې دا قانون په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته د یوې بلې ډارونکي ضربې په توګه یاده کړې، کوم چې په تیرو دریو کلنو کې اخلاقي پولیسو له خوا د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو د اساسي حقونو د ځپلو لپاره ترسره شوي دي.
د طالبانو مشرد روان ۲۰۲۴ کال د جولاۍ په ۳۱ د امربالمعروف قانون توشیح کړی وو، خو د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له خوا د اګست په ۲۱ ددغه وزارت په انټرنیټي پاڼه باندې ددغه قانون د خپریدو وروسته ددغه قانون د خپریدو څخه خلک خبرشو.
ددغه قانون په ۱۷ ماده کې د ژوندیو انسانانو او حیواناتو د تصویرونوخپرول هم د رسنیو په محدودیتونو کې یاد شويدي. همداشان ددې قانون په ۱۳ ماده کې د ښځو غږ چې سندرې، نعتونه او قرأت په کې شامل دي په مجموع کې په لوړ غږ ویل یې هم عورت بلل شوي دي او د ښځو د مخ په ګډون د ټول بدن پټول هم په دې مادې کې ضروري ګڼل شوي دي.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون ۴ فصلونه او ۳۵ مادې لري. دا قانون د امر بالمعروف، نهی عن المنکر د اړوند چارو او د محتسبینو د دندو او صلاحیتونو تنظیمولو په موخه جوړ او تدوین شوی دی.
ددې دمخه تیره اونۍ د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت چارواکو د خپل وزارت د تیرو ۱۲ میاشتو کړنو په اړه خبریالانو ته د معلوماتو پر مهال وویل چې په رسنیو کې تر ۹۰ فیصده اصلاحات پلي شوي دي. دغه وزارت چارواکو وویل چې د یو کال په موده کې یې ۱۳ زره کسان د غیراخلاقي کړنو په تور نیولي دي. په دې شمیر کې یو ځینې خبریالان هم شامل دي.
دغه وزارت ویلي چې په تیرو ۱۲میاشتو کې یې له ۲۱ زرو څخه زیاتې د موسیقۍ د غږولو بیلا بیلې الې له منځه وړي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د خبریالانو د مصونیت کمیټې پوښتونو ته لا ځواب نه دی ورکړی.
د خبریالانو د مصونیت د کمیټې دمخه د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو یو شمیر نړیوالو او افغان بنسټونو هم دغه قانون خپریدو ته غبرګون ښودلی وو او اندیښنه یې ښودلې وه چې دا قانون به د افغانانو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو د بشري حقونو پر وړاندې د طالبانو سرغړونو ته لا لاره پراینیځي.
د ملګروملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۲ (سنبلې اول) نیویارک کې د نوي قانون د خپرېدو او په عام ژوند کې پر افغان میرمنو او نجونو باندې د طالبانو له خوا د لګیدلو محدودیتونو په تړاو د عمومي منشي انتونیوګوتیرش د تبصرې په اړه د یو خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "د هرې دغسې پریکړې البته د غندنې ور هغه خوا [امربالمعروف نهی عن المنکر وزارت قانون] دا سخته ده چې تصور یې وشي چې یو هیواد دې ددغسې پریکړو په پلي کولو سره پرمختګ وکړي او خپل وضعیت دې ښه کړي".
د افغان میرمنو یو شمېر اعتراضي خوځښتونو او مدني فعالانو اندیښنه ښودلې چې د طالبانو د مشر له خوا د امر بالمعروف د نوي قانون خپرېدل به په افغنستان کې د ښځو پر وړاندې زور زیاتې لا پراخه کړي.