د افغانستان سره مرسته کوونکو هیوادونو د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۴) د سویس د ژنیو ښار په غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان سره د ځپلو مرستو د دوام ژمنه وکړه.
دغو هیوادونو د خپلو ژمنو د دوام په ترڅ کې د سمدستي اوربند په کولو، د سولې د مذاکراتو په دوام، د دوو تیرو لسیزو د لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د بشري حقونو په برخه کې د ښځو او ماشومانو په حقونو، د فساد ضد جدي مبارزې او د قانون پر حاکمیت ټینګار وکړ.
د هغو پیسو اندازه چې تر اوسه مرسته کوونکو هیوادونو د راتلونکي یو نه تر څلورو کلونو پورې له افغانستان سره ژمنه کړې په لاندې توګه دي:
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي د ټویټر په یو پیغام کې ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د دوو لسیزو لاسته راوړونو په ساتلو باندې په ټینګار ژمنه کړې ده چې په راتلونکي یو کال کې د افغانستان سره ۶۰۰ میلیون ډالر مرسته وکړي، چې د ښاغلي مسجدي په لیکنه ۳۰۰ میلیون ډالر یې د سولې د هڅو د پرمختګ په شرط کیږي.
For one year, 2021, the United States pledged $600 million. It was stated that 300 of that is conditioned upon peace progress. #2020AfghanistanConference
— Shamroz Khan Masjidi شمروز خان مسجدی (@shamrozkhan3) November 24, 2020
د اسیایي پرمختیایي بانک ژمنه کړې چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د افغانستان سره ۹۰۰ میلیون ډالر مرسته وکړي.
د افغانستان د مالیې وزارت په وینا د جرمني حکومت ژمنه کړې چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د افغانستان سره ۴۳۰ میلیون یورو (شاوخوا، ۵۱۰ میلیون امریکایي ډالر) مرسته وکړي.
اروپایي اتحادیې وویل چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به د افغانستان سره ۱.۲ میلیارد یورو (شاوخوا ۱.۴۲ میلیارد ډالر) مرسته وکړي، خو پدې شرط چې د دموکراسۍ، بشري حقونو او د قانون د حاکمیت په برخه کې د دوو لسیزو لاسته راوړنې وساتل شي.
A new €1.2bn pledge for the next 4 years illustrates the EU%27s unwavering commitment to the Afghan people.The support is conditional upon an inclusive Afghan-owned & led peace process that builds on the progress of the last 19 years.🔎 https://t.co/rd6LM4cbdy #Afghanistan2020 pic.twitter.com/FYI4Wl6KLu
— EuropeAid 🇪🇺 (@europeaid) November 24, 2020
کانادا هم په افغانستان کې په اوربند باندې په ټینګار سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ددې هیواد سره د ۲۷۰ میلیون ډالرو مرستې خبر ورکړ.
د بریتانیا استازي د ژنیو په کنفرانس کې وویل چې هیواد یې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ۱۵۵ میلیون پونډه (شاوخوا، ۴۰۶ میلیون امریکایي ډالر) د پرمختیایي مرستو لپاره افغانستان ته برابروي.
هغه وویل چې هیواد یې د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.
جاپان چې تل په نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان سره د سترو مرسته کوونکو هیوادونو په ډله کې و لي دي چې په څلورو راتلونکو کلونو کې ۱۸۰ میلیون ډالر له افغانستان سره مرسته کوي.
د استرالیا د حکومت استازي اعلان وکړ چې هیواد یې په راتلونکو څلورو کلونو کې ۲۰۰ میلیون استرالیایي ډالر (شاوخوا، ۱۴۷ میلیون امریکایي ډالر) افغانستان ته ورکوي.
ناروې په ۲۰۲۱ کال کې افغانستان ته د ۱۷ میلیون ډالرو د برابرولو ژمنه وکړه.
سویډن چې د ۲۰۱۵ کال په کنفرانس کې یې تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان لپاره د یو میلیارد ډالرو د برابرولو ژمنه کړې وه، ددغو مرستو د دوام ژمنه یې وکړه.
د هالنډ استازي په افغانستان کې د اداري فساد ضد بې دریغه مبارزې او سمدستي اوربند باندې په ټینګار سره وویل چې هیواد یې د راتلونکو څلورو کلونو په ترڅ کې د افغانستان سره ۲۰۰ میلیون یورو (شاوخوا، ۲۳۷ میلیون امریکایي ډالر) مرسته کوي.
سویس، چې د افغانستان لپاره د مرسته کوونکو هیوادونو د کنفرانس کوربه دی هم په راتلونکو څلورو کلونو کې د افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه. د افغانستان د مالیې وزارت ویلي چې سویس په راتلونکو څلور کلونو کې د افغانستان سره ۱۰۴ میلیون ډالر مرسته کوي.
فرانسې ژمنه کړې چې هر کال به د افغانستان سره د ۸۸ میلیون یورو (شاوخوا، ۱۰۴ میلیون ډالر) مرستې ته پابند وي. خو په کابل کې د فرانسې سفارت د یو پیغام په خپرولو سره ویلي چې دغه مالي ژمنه به هر کال د افغانستان د شرایطو په نظر کې نیولو سره تجدید شي او د اروپایي ټولنې د مرستو په پام کې نیولو سره برابرې شي.
@JBLemoyne announced at #Afghanistan2020 that #France will maintain its financial aid effort to #Afghanistan up to 88M € per year. This amount will be renewed every year depending on the evolution of the situation in #Afg, as per the principle of conditionality of 🇪🇺aid to 🇦🇫
— FrenchEmbassyKabul (@AmbassadeKaboul) November 24, 2020
د هندي مقاماتو په وینا هند د افغانستان د بنسټونو د بیارغاونې او ظرفیتونو د رامنځ ته کولو لپاره درې میلیارد ډالر لګولي دي، د کابل په لویدیځ کې د شاه توت د بریښنا د بند د جوړولو ژمنه کړې ده. د هند استازي ویلي دي چې ۸۰ میلیون ډالر به په افغانستان کې د لسګونو پرژو په پلي کولو ولګوي.
ډنمارک ژمنه کړې چې د افغانستان سره ۶۴ میلیون ډالر مرسته وکړي. د ډنمارک استازي د ژنیو په کنفرانس کې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
ایتالیا هم د ۳۵ میلیون یورو (شاوخوا، ۴۱ میلیون ډالر) د افغانستان ژمنه کړي دي. ددې هیواد استنازي په کنفرانس کې په افغانستان کې د اوربند په ټینګیدو ټینګار کړی دی.
د اروپا کو[ني هیواد لوګزامبورګ هم ویلي چې دا هیواد به د بشري مرستو تر څنګ په افغانستان کې پر اوږدمهاله پروژو ۲.۴ یورو (شاوخوا، درې میلیون ډالر) ولګوي.
سلواکیا ژمنه کړې چې هر کال به درې میلیون ډالر په افغانستان کې په زده کړو او پرمختیایي چارو ولګوي، ددې هیواد استازي په کنفرانس کې په افغانستان کې په سمدستي اوربند ټینګار وکړ.
د چین استازي د ژنیو په کنفرانس کې د افغانستان سره ددې هیواد د مرستو د دوام ژمنه وکړه خو د افغانستان سره د ځپلو مرستو اندازه یې څرګنده نکړه. هغه د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په مسولانه وتلو ټینګار وکړ.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر پدې کنفرانس کې وویل چې هیواد یې په راتلونکو دریو کلونو کې د افغانستان سره څه دپاسه پنځه میلیون ډالر مرسته کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، وویل په افغانستان کې د امنیت د ټینګدو او ددې هیواد د سولې د بهیر څخه د ملاتړ لپاره خپلو ژمنو ته دوام ورکوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې د شاوخوا درې میلیون افغان مهاجرو اوسیدلو ته په اشارې وویل چې تهران د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ ته ژمن دی. محمد جواد ظریف په افغانستان کې جګړه "تراژیدي" وګڼله او زیاته یې کړه چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل باید "مسوولانه" وي.
د افغانستان سره د مرسته کوونکو هیوادونو مجموعي ژمنې تر اوسه ندي څرګندې شوي، خو دمخه تر دې داسې رپوټونه وو چې ګواکې د افغانستان سره ددغو نړیوالو مرستو حجم به راټیټ شي.
د ۲۰۱۶ کال په غونډه کې مرسته کوونکو هیوادونو افغانستان ته تذ ۲۰۲۰ پورې د ۱۵.۲ میلیارد ډالرو د برابرولو ژمنه کړې وه.