د امریکا د نیویارک ښار د تاریخي او هنري اثارو د نیلام په یو بازار کې دا اونۍ په دېوال پورې سریښ شوې یوه تازه کېله په ۶.۲ میلیون ډالرو وپلورل شوه.
د سوټبې د نیلام مسئولینو په یوه اعلامیه کې وویل چې د جسټین سن په نوم د کریپټو کرنسي یو چینايي پانګه وال چهارشنبې نومبر ۲۰ (لړم ۳۰) دا کېله وپېرله.
د کیلې اصلي قیمت یو میلیون ډالر ایښودل شوی و. سوټبې وویل چې اوو کسانو یې د اخیستلو لپاره لېوالتیا وښودله او په بولۍ کې یې قیمت تر ۶.۲ میلیون ډالرو پورې ورسید.
په اعلامیه کې د جسټین سن له خولې ویل شوي: "دا یوازې یو هنري اثر نه دی، دا د یو کلتوري ارزښت استازیتوب کوي چې د هنر نړۍ، میمونه او د کریپټو ټولنې سره نښلوي. زه فکر کوم چې دا ټوټه به په راتلونکي کې ډیر فکر او بحث وپاروي او د تاریخ برخه به شي."
ددې کېلې راز په څه کې دی؟
په دیوال پورې د سریښ شوي قیمتي کیلې کیسه نږدې پنځه کاله وړاندې په ۲۰۱۹ کې پیل شوه کله چې همدا ډول یوه کېله د امریکا د فلوریډا ایالت په میامي کې په ۱۲۰ زره ډالر خرڅلاو ته وړاندې شوه.
دا د ایټالوي هنرمند موریزیو کاټلان یو مفکوروي هنري اثر بلل شوی او د "کومیډین" یا طنز نوم ورکړل شوی دی.
کاټلان ویلي چې له دې اثر څخه یې موخه د هنري اثارو د بازار خراب وضعیت ته د خلکو پام اړول وو چې ارزښت یې د هغه په خبره، د یوې کېلې په څېر شوی دی.
خو منتقدینو ویلي چې په دیوال پورې سریښ کېله بیا هنري اثر ونه ګڼل شي.
په نیویارک کې په ۶.۲ میلیون ډالرو پلورل شوې کېله، له نیلام کېدو څخه څو ساعته وړاندې په دغه ښار کې له یو بنګله دیشي هټۍوال څخه په یوازې ۳۵ سنټو پیرل شوې وه.
دا چې کېله ژر خرابیږي، پېرونکی جسټین سن وايي چې هغه به یې په راتلونکو ورځو کې وخوري. خو د ۶.۲ میلیون ډالرو په بدل کې هغه ته داسې یو سند ترلاسه کوي چې ښيي دا د موریزیو کاټلان هنري اثر دی. په سند کې داسې لارښوونه هم شامله ده چې په راتلونکي کې د اثر کېله څنګه بدله شي.