افغان چارواکو هلمند کې د ۲۵ طالبانو د وژلو ادعا کړې

د کندهار سیمه ییز چارواکي‌ وايي، په هلمند ولایت کې نن سهار وختي د ځانګړو افغان ځواکونو په یوه برید کې ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۱۰ تنه نور يې ژوندي نیول شوي.

دغه چارواکي‌ همدارنګه وايي چې دغه عملیات په کندهار کې مېشت د ملي امنیت د خاصو قواوو یا صفر ۳ قطعې له لوري د سنګین په ولسوالۍ کې شوي دي.

دوي زیاتوي چې دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله والو پر یوه مهم مرکز تر سره شوي دي.

د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر مسئول عزیز احمد عزیزي اشنا راډیو ته وويل چې عملیات له کندهار څخه اداره شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو د سوق او ادارې مرکز او څلور د اوسېدو کورونه هم ویجاړ شوي دي.

ده وويل"له کندهار څخه د صفر ۳ قطعې نن سهار وختي دوې بجې په سنګین ولسوالۍ د وسله والو پر یوه ډير مهم مرکز دغه عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې يې ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۱۰ تنه نور يې ژوندي نیول شوي شپږ عرادې موټر او پنځه عرادې هم موټر سائکلان د ګڼ شمېر وسلې سره یو ځای لمنځه وړل شوي".

سنګین د هلمند په شمال کې د کندهار له میوند او غورک ولسوالیو سره په سرحد کې پرته ولسوالي ده چې د امنیتي مقاماتو په وینا د کندهار د شمالي ولسوالیو د جګړو رهبري هم له سنګین ولسوالۍ څخه کیږي.

یاده ولسوالي د وسله والو طالبانو د حضور مهمه سیمه بلل کیږي چې د وسله والو پرضد بریدونه پکښې زیات شوي.

تیره اونۍ په سنګین ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي راپورونه هم خپاره شول.

خپله وسله والو طالبانو د سنګین ولسوالۍ د امینتي پېښو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.