غزني کې د امنیتي حوزې د امر په ګډون ۹ پولیس وژل شوي

د غزني ښار

د غزني ښار د دریېمې امنیتي حوزې اړوند د پولیسو پر دوو امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو په حمله کې ۹ افغان پولیس وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ د «وري پر نهمه» امریکا غږ ته وویل چې طالبانو تېره شپه یوه بجه په یاده سیمه کې د «زنخان او انتن» په نوم پر امنیتي پوستو حمله وکړه چې تر سهار درې بجو یې دوام وکړ.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه جګړه کې د غزني ښار د دریېمې امنیتي حوزې امر څارن مجیب الرحمن محمودي چې د پېښې ځای ته له نورو پولیسو سره د کمک لپاره تلی هم د طالبانو په کمین کې وژل شوی دی.

نوري وویل:"په دغه جګړه کې د څارن مجیب الرحمن په ګډون نهه تنه پولیس وژل شوي او شپږ ټپیان دي چې د څلورو تنو روغتیايي حالت خراب ښودل شوی دی."

د غزني چارواکي‌ وايي، چې وسله وال مخالفین تر برید وروسته زنخان او ده یک ولسوالیو ته تښتېدلي او زیاتوي، چې وضعیت تر کنټرول لاندي دی.

پر همدې مهال بیا د غزني د ولایتي شورا یوه غړي غلام حسین چنګیزي امریکا غږ ته وویل، چې په دغه نښته کې ۱۶ افغان پولیس وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د پېښې مسؤلیت طالبانو منلی او د ۱۶ پولیسو د وژلو ادعا یې کړې ده.

غزنی د کابل ـ کندهار پر لویه لار له ناامنه ولایتونو څخه دی چې په یو شمېر ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو ګواښونه موجود دي.

خواجه عمري، اجرستان او ناوه د دغه ولایت هغه ولسوالۍ دي چې د طالبانو په لاس کې دي او اندړ، ګیرو او ده یک بیا هغه ولسوالۍ دي چې د دغه ولایت د چارواکو په وینا د طالبانو له لوړ امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.

د غزني د والي ویاند وايي، یوه لویه ستونزه چې دوی ورسره مخ دي، هغه تر امنیتي‌ ګواښ لاندې سیمو کې د امنیتي پوستو جوړولو لپاره د پوځي تحکماتو نشتوالی دی.

نوري وویل: "که چیري دغه امکانات راره سېدلي وای، موږ به اوس په مختلفو ولسوالیو په تېره بیا خواجه عمري ولسوالي بېرته نیولې وای، او پر نورو دوو لویو لارو به مو هم امنیتي پوسې ایجاد کړي وای."

د دغه ولایت چارواکي زیاتوي، چې د یادو امکاناتو د نشتوالي له امله ونه توانېدل چې خپل عملیاتي پلان عملي کړي.

وسله وال طالبان تېر کال پر غزني ښار تر پراخو بریدونه وروسته دغه ښار ته ننوتل چې تر شپږ ورځنی مقاومت وروسته د افغان ځواکونو لخوا پر شا وتمول شول.