بریتانیا ته په لار د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې؛ اته تنه مړه دي، کښتۍ کې افغانان هم وو

مقامات وايي چې په کښتۍ کې له حده زیات کسان ځای په ځال کړل شوي وو

مقامات وايي د یکشنبې په سهار سپتمبر ۱۵ (سنبله ۲۵) له فرانسې څخه انګلستان ته د کډوالو یوه روانه کښتۍ چې له حده زیات کسان په کې سپاره وو، د «انګلش چینل کې ډوبه» شوې او اته تنه په کې مړه شوي دي.

په سیمه کې یو پولیس چارواکي فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې کښتۍ له حرکت کولو څخه څو شېبې وروسته ډوبه شوې ده.

د سیمې یو څارونکي ژاک بیلانټ ویلي‌ دي‌ چې پېښه په ځايي وخت د سهار یوه بجه د امبليتیوس په سیمه کې شوې ده.

هغه خبریالانو ته وویل:‌ «تعداد زیات وو،‌ د اتو کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی.» نوموړي وویل چې شپږ تنه ژغورل شوي کسان په روغتون کې بستر شوي دي چې په کې یو لس میاشتنی ماشوم هم دی.

لا معلومه نه د چې په مړو او زخمیانو کې کوم افغان هم شته که نه؟

په کښتۍ کې ۵۹ کسان سپاره وو چې د افغانستان، سوریې، اریتریا، سودان، مصر او ایران خلک وو. بیلانټ زیاته کړه چې کښتۍ هم له ډبرو سره جنګېدلې او توټې ټوټې شوې ده.

د بریتانیا یو ساحلي ساتونکي بي بي سي ته ویلي چې ۵۳ ژغورل شویو کسانو ته لومړنۍ مرستې برابرې شوي دي.

تر دې دمه په روان کال کې د چینل په لارې بریتانیا ته تلونکي ۴۶ کډوال مړه شوي دي. یو فرانسوي چارواکي وویل چې تېرکال ۱۲په دې لارې کې ۱۲ تنه مړه شوي وو.

فرانسه او بریتانیا له څو کلونو راهېسې هلې ځلې کوي چې د کډوالو مخه ونیسي. کډوال قاچاق کوونکو ته زرګونه یورو ورکوي چې په کښتیو کې ځای په ځای کړي او له فرانسې څخه یې د چینل په لارې اانګلستان ته واړوي.

مقامات وايي چې ډېر کډوال هڅه کوي له دې لارې بریتانیا ته ولاړ شي. په تېرو ۲۴ ساتونو کې ۲۰۰ کسان ژغورل شوي دي. د سپتمبر په درېیمه نېټه د کډوالو یوه بله کښتۍ هم ډوبه شوې وه چې ۱۲ تنه په کې مړه شول.

دغلته په ۲۰۱۷ کال کې هم د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله ۲۷ تنه مړه شوي وو.

د برتیانیا مقامات وايي چې په روان کې د چینل له لارې انګلنډ ته ۲۲۰۰۰ کډوال اوښتي دي. د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر او د فرانسې ولسمشر ایمانویل میکرون ژمنه وکړه چې د بې اسنادو کډوالو د مخنیوي لپاره به همکاري زیاتوي.