د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوه او ۱۳ کسان مړه شوي


دا د دې پېښې تصویر نه دی.
دا د دې پېښې تصویر نه دی.

د ملګرو ملتونو یوې ادارې د یکشنبې په ورځ اګست ۲۵ (وږي څلورم) وویل چې په یمن کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۳کسان مړه شوي او ۱۴ نور ورک دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي د کډوالو دغه کښتۍ د سه شنبې په ورځ د یمن د تعز ولایت په سواحلو کې په خطرناکې لارې کې ډوبه شوې ده.

د دغې ادارې د معلوماتو په اساس په دې کښتۍ کې له جیبوتي څخه ۲۵ ایتوپیايي کډوال او دوه یمني اتباع سپاره وو.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې په مړو شویو کسانو کې دوه ښځې هم شاملې دي او د ورکو شویو ۱۴ کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات دوام لري.

تر اوسه د کډوالو د دغې کښتۍ د ډوبېدو لامل نه دی څرګند شوی.

په یمن کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان سرپرست مټ هوبر وویل:‌ "دا وروستۍ تراژیدي د هغو ګواښونو یادونه کوي چې په دغه مسیر کې کډوال ورسره مخ دي."

د تاوتریخوالي، طبیعي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله له افریقا څخه هرکال لسګونه زره کډوال په خپله خوښه د سرې بحیرې له لارې د خلیج د تیلو بډایه هېوادونو ته کډوال کېږي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۳ عیسوي کال کې له دغې لارې ۹۷زره او ۲۰۰ کسان یمن ته کډوال شوي چې دا د تیرو کلونو په پرتله د کډوالو په شمیر کې زیاتوالی ښيي.

له دې وړاندې هم د روان کال په جون او جولای میاشتو کې د کډوالو دوه کښتۍ په ورته پېښو کې ډوبې شوې او لسګونه کسان په کې مړه شول.

د عرب ټاپووزمي تر ټولو بې‌وزله هېواد یمن له کابو لسو کلونو راهیسې په کورنۍ جګړه کې ښکیل دی او هغه کډوال چې له دغو سختو لارو څخه په تېرېدو یمن ته رسیږي زیاتره یې په دغه هېواد کې له نورو امنیتي ګواښونو سره مخ کېږي.

د دغو کډوالو لویه برخه هڅه کوي چې د کار موندنې لپاره سعودي عربستان او نورو بډایه عربي هېوادونو ته کډوال شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG