اروپايي ټولنې په افغانستان کې د طالبانو له خوا په سیستماتیک ډول د بشري حقونو څخه سرغړونې او د ناوړې ګټې اخیستنې لپاره ترسره شوي اقدامات په کلکه غندلي او ویلي دي چې د جنسیت پر بنسټ د طالبانو توپیري چلند کیدای شي د روم اساسنامې له مخې، چې افغانستان یې هم غړی دی د بشریت پر وړاندې د جنایتونو کچې ته لوړ شي.
اروپايي ټولنې دا اعلامیه د پنجشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۲۷ (کب نهم) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۸ غونډه کې افغانستان لپاره ددغې شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د راپور څخه د ملاتړ لپاره خپره کړې ده.
په دې اعلامیه کې د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري حقونو د ځپلو او محدودولو په برخه کې په ځانګړي ډول د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوي قانون یادونه شوې ده.
اروپايي ټولنې په دې اعلامیه کې ویلي چې دا قانون د توپیري چلند تر ټولو افراطي بڼه تائیدوي چې په ټولیز ډول د طالبانو د ایډیالوژۍ او پالیسۍ اساسي عنصر جوړوي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "دا قانون د جنسیت پر بنسټ سرغړونې لا پیاوړې کوي، ټولو ته د زده کړو د لاس رسي حق، د بیان ازادي، په سوله ییز ډول راغونډیدل او ټولنو جوړیدل اود ښځو او نجونو د تحرکاتو او کار اوهم په ټولنه او عام ژوند کې د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، معنی لرونکي او خوندي ګډون څخه انکار کوي".
ریچارد بنیت د پجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۷ (کب نهمه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۸ غونډې ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په ۲۰ مخونو کې خپل راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې د ښځو په اړه د طالبانو سخته تګلاره باید د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې تعقیب شي.
هغه وویل چې طالبانو خپل د "ښځو ځپونکی" چلند نور هم شدید کړی او د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي.
نوموړي په مشخص ډول ویلي دي چې د طالبانو د امربالمعروف د قانون له تصویب کېدو وروسته په افغانستان کې محدودیتونو "بنسټیزه بڼه" خپله کړې ده.
په راپور کې ویل شوي دي چې افغانستان دا مهال "د جنسیت په اساس د تبعیض، ظلم او استثمار یو مرکز" دی، چې د بشريت ضد جرم ګڼل کېږي.
اروپايي ټولنې په دې اعلامیه کې د طالبانو څخه غوښتي چې د عدالت لپاره د افغان میرمنو د یوې لارې په توګه د جرمنو نړیوالې محکمې ته د افغان میرمنو د دوسیې وړاندې کولو (CEDAW) او ماشومانو د حقونو کنوانسیون (CRC) په ګډون د افغانستان نړیوالو مکلفیتونو ته پاپند پاتې شي
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "مونږ د قومي، مذهبي لکه هزارګان او همدشان د همجنسګرایانو په ګډون هغه کسان چې اقلیتونو پورې تړاو لري د هغوی د حقونو د ساتنې غږ کوو".
اروپايي ټولنې په دې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي استازي او هم د بشري حقونو د یو جز په توګه د یوناما د ماموریت څخه هم خپل ملاتړ څرګند کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۸ غونډه د تیرې دوشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۴ (کب شپږم) پیل شوې او ټاکل شوې چې ددې غونډې لړۍ به د اپریل تر څلورمې په نړۍ کې د بشري حقونو اړوند مسلو په تړاو د بحثونو په ترڅ کې دوام ومومي.
د طالبانو حکومت لا د اروپايي ټولنې او هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړې استازي ریچارد پنیټ څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو طالبانو دمخه ددغسې راپورونو خپریدل د خپل حکومت پر وړاندې د نړیوالو تبلیغاتو د کمپاین یوه برخه ګڼلې وه او دغسې څرګندونې او د بشري حقونوڅخه د سرغړونو په تړاو خپاره شوې راپورونه یې رد کړي وو.
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په دغه هیواد کې د لومړنۍ دورې څخه په ورپورته دورو کې د نجونو په زده کړو او همدغه راز د ښځو په کار، اقتصادي، سیاسي، ټولنیزو او دا ډول نورو مشارکتونو باندې بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.
د نړیوالو له سختو انتقادونو سره سره، د طالبانو حکومت ادعا کوي چې ښځو ته یې د شرعیت او افغان فرهنګ په اساس حقوق ورکړي او دا یې د افغانستان داخلي مسئله یاده کړې ده.