تېرکال ۱.۵ میلیون خلک په غیر قانوني توګه امریکا ته راغلي  

پناه غوښتونکي چې امریکا ته د تګ په لاره دي

د امریکا د متحدو ایالتونو په جنوبي سرحدونو کې له سختو اقداماتو سره سره لا هم ډېر شمېر پناه غوښتونکي او کډوال امریکا ته اوړي او د چارواکو په وینا تېرکال ۱.۵ میلیون خلک په غیرقانوني توګه دغه هېواد ته داخل شوي.

د تکزاس ایالت، چې له مکسیکو سره پوله لري، خپلو پولیسو ته اجازه ورکړې هغه پناه غوښتونکي او کډوال ونیسي چې په غیر قانوني توګه امریکا ته داخلېږي. سیمه ایزو قاضیانو ته یې هم د دا ډول پناه غوښتونکو د اخراج کولو صلاحیت ورکړل شوی.

له دې هر څه سره سره بیا هم د دغه ایالت له سرحدونو څخه د راتلونکو کډوالو او پناه غوښتونکو شمېر مخ په زیاتېدو دی، چې اوس د کډوالو د مخنیوي د لارو چارو په اړه پوښتنې پیدا شوي دي.

د جمهوریت غوښتونکو ګوند غړي او د تکزاس والي ګریګ ابوت د هغوی کډوالو د نیولو قانون تصویب کړ چې په ناقانونه توګه امریکا ته داخلېږي.

خو د مدني حقونو سازمانونو په دغې پرېکړې اعتراض کړی او دا کار د امریکا د اساسي قانون خلاف بولي.

تېره اوونۍ د متحدو ایالتونو د عدلیې وزارت د تکزاس ایالت والي ته خبرداری ورکړ که تر بلې اوونۍ پورې دا قانون لغوه نه کړي، په ضد به یې دعوه ثبت شي. دا خبر لومړی د هیرست ورځپاڼې ترلاسه او خپور کړی و.

د ۲۰۲۱ کال راهېسې د تکزاس ایالت مقاماتو شاوخوا ۱۰زره کسان امریکا ته په ناقانونه توګه د داخلېدو له کبله نیولي دي. د دغو کسانو نیول له هغه وروسته زیات شول چې پولیسو له ځمکه والو سره یو تړون لاسلیک کړ، د دغه تړون په اساس پولیس کولای شي چې د دغو ځمکه والو په ځمکو کې هم هغه کسان ونیسي چې ناقانونه امریکا ته ننوځي.

خو لږ تر لږ یو ځمکه وال ویلي دي چې پولیس باید د هغه په ملکیت کې څوک ونه نیسي او ادعا یې کړې پولیسو ته یې دا اجازه ورکړې نه ده چې خلک د هغه په ځمکې کې ونیسي.

په دغو زرګونو پناه غوښتونکو کې،‌ چې اوس په نیویارک کې دي، یو یې د موریتانیا ۳۲ کلن اوسېدونکی عبدل دی. نوموړی نه غواړي چې پوره نوم یې په راپور کې خپور شي. هغه امریکا ته په ناقانونه توګه د داخلېدو له کبله نیول شوی او څو اوونۍ د تکزاس ایالت په زندان کې بندي وو.

دی وايي چې یو سیاسي فعال دی او خپل هېواد کې یې ژوند په خطر کې و. عبدل وویل: «څو ساعتونه مې په ناستې او بې خوبۍ کې تېر کړل.»

مقامات وايي د هغو کسانو شمېر ۱.۵ میلیون ته رسېدلی چې د مکسیکو له لارې تېرکال په ناقانونه توګه امریکا ته داخل شوي دي. خو لا معلومه نه ده چې په نیول شویو کسانو کې یې څومره په امریکا کې پاتې شوي او څومره نور یې شړل شوي دي. ځینو چارواکو ویلي دي‌ چې د مکسیکو له لارې اوس هم امریکا ته خلک په ناقانونه توګه داخلېږي.