پاکستان کې یوې میرمنې د پوځیانو د موټرو په کتار ځانمرګی برید کړی

د پاکستان د نیمه پوځي ځواکونو یو غړی د بلوچستان په ولایت کې د امنیتي دندې پر مهال لیدل کیږي.

په پاکستان کې پولیسو دوشنبه مارچ درېیمه ( کب ۱۳) ویلي چې د دې هیواد په جنوب لویدیځ د بلوچستان ایالت کې یوې میرمنې د نظامیانو د موټرو په کتار په ځانمرګي برید کې د امنیتی ځواکونو یو غړی وژلی دی.

پولیس وایي ځانمرګی برید د قلات په ولسوالۍ کې شوی او د سرحدي قول اردو نیمه پوځي ځواکونو د قوماندان موټر په کې په نښه شوی خو ویل کیږي چې دا قوماندان له برید څخه ژوندی وتلی.

پولیسو همدارنګه ویلي چې په برید کې څلور امنیتي ځواکونه ټپي شوي هم دي خو د وضعیت په هکله یې جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې خو ملامتي یې ښایي په بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو واچول شي چې د کالونو راهیسې د پاکستان څخه د بیلیدو په هدف وسله واله مبارزه کوي.

تر دې وړاندې هم یو شمیر ځانمرګي بریدونه چې پدې ولایت کې شوي، ادعا یې د بلوڅانو آزادۍ پوځ په نامه بیلتون غوښتونکې ‎ډلې کړې.

د سیمې یو پولیس افسر حبیب الله، امریکا غږ ته د ټیلیفون د لارې په برید کې مرګ ژوبله تائید کړه او دا یې هم وویل چې د ځانمرګي برید د ځای څخه د بدن تر لاسه شوېو ټوټو څخه معلومیږي چې برید یوې میرمنې کړی.

دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان یوه میرمنه ځانمرګی برید کوي. یوې ځانمرګې برید کوونکي په ۲۰۲۲ کال کې د کراچۍ پوهنتون د چینایي ښوونکو په موټر ځانمرګی برید وکړ چې د موټر چلوونکي او درې ښوونکي پکې ووژل شول.

د بلوچستان په ولایت کې بلوڅ بیلتون غوښتونکي ډلې ډیری بریدونه د پاکستان په امنیتي ځواکونو او نورو سیمو په وګړو ، په ځانګړې توګه د پنجاب ولایت په اوسیدونکو کوي چې دې ولایت ته د کار یا نورو کارونو لپاره ورځي.

د بلوچستان آزادۍ ځواک په نامه د بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو بریدونه پدې تیرو څو میاشتوې کې ډیر شوي.

د یو پاکستاني څیړنیز مرکز د راپور پر اساس د روان ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې په دغه هیواد کې ۷۹ امنیتي بریدونه شوي چې ۷۶ په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو وو.

په دغه هېواد کې د 'پاکستان د جګړې او امنیت د څیړنو انسیتیوت' په نوم یوې غیر دولتي ادارې په تازه راپور کې ویلي چې په تیرې فبروري میاشت کې په شویو ۷۹ بریدونو کې ۴۷ پاکستاني امنیني منسوبین او۵۵ ملکي وکړي وژل شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې تیره میاشت په امنیتي پیښو کې ۸۱ پاکستاني امنیني منسوبین او ۴۵ ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي. دغه اداره هره میاشت د وسله والو بریدونو او د بریدونو په پایله کې اوښتې مرګ ژوبلې په اړه راپورونه ورکوي.

په دې راپور کې ویل شوي چې تیره میاشت تر ټولو زیات وسله وال بریدونه د خیبرپښتونخوا په ایالت کې شوي،‌ چې په قبایلي سیمو (فاټا) کې په ۲۱ بریدونو کې ۲۲ امنیتي منسوبین او اته ملکي وګړي وژل شوي دي.

ددې راپور په اساس د پاکستان د امنیتي ځواکونو په بریدونو کې هم ۹۸ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي او ۵۰ مشکوک وسله وال نیول شوي دي.

ددغه څیړنیز مرکز د راپور له مخې د اکثرو بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي"، لښکر اسلام او د حافظ ګل بهادر وسله والو ډلو په غاړه اخیستی دی.

د بلوچستان په ولایت کې د دې برید څخه یوه ورځ وړاندې د BLA په ګډون د بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو ائتلاف پریکړه کړې چې د چین او پاکستان په خلاف به جګړه تشدیدوي او د دې ولایت ټولې لویې لارې به بندوي تر څو د پاکستان دولت د نظامي، اقتصادي او لوژستیکو ګټو چارې ګډوډې کړي.

دې ائتلاف د خپلو بریدونو چټکوالي په هکله پریکړه خبریالانو ته استولې خو نور جزیات یې ندي ورکړي.