وسله والو د پاکستان د بلوچستان په ولایت کې سه شنبه فبروري ۱۸ ( سلواغې ۳۰) په لویې لار کې مساپر له بسونو په زور ښکته کړي او اوه مساپر یې ځای پر ځای وژلي او له سیمې تښتیدلي دي.
سیمه ایزو چارواکو ویلي چې پیښه د رخني په ولسوالۍ کې شوې. پولیسو ویلي وسله والو چې معلومه نده څوک به و، د شپې له بسونو څخه مساپر چې د کوټې ښار څخه د پنجاب په لور روان و، ښکته کړي او وژلي دي.
د رخنې ولسوالۍ یو چارواکي وقار عالم د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو یوازې هغه مساپر وژلي دي چې د پنجاب ولایت پورې یې اړه درلوده.
سره لدې چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې خو ملامتي به یې ښایي په بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو واچول شي چې د کالونو راهیسې نه یوازې پدې ولایت بلکې د پاکستان په نورو برخو کې هم په امنیتي ځواکونو او ملکیانو بریدونه کوي.
بلوڅ بیلتون غوښتونکي د پاکستان څخه د خپلواکۍ اخیستو په خاطر وسله واله مبارزه کوي.
سره لدې چې پاکستاني چارواکي ادعا کوي پدې هیواد کې یې د بلوڅانو بغاوت ځپلی خو دا ډله لا هم د مهمو بریدونو په کولو سره وخت ناوخته خپله وړتیا ثابتوي.
په پاکستان کې د وسله والو ډیری بریدونه د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ولایتونو کې کیږي چې د اکثریت بریدونو ادعا د پاکستاني طالبانو غورځنګ او بلوڅ بیلتون غوښتونکې کوي خو پدې هیواد کې د داعش په شمول نورې وسله والې ډلې هم فعالې دي.
د پاکستان یو لوړپوړي پوځي او استخباراتي چارواکي د همدې تیرې شنبې په ورځ وویل چې د دې هېواد په شمال لویدیځ میرانشاه ښار کې د ټل پر کلا د وسلهوالو په برید کې لږ تر لږه څلور عسکر وژل شوي دي.
د پاکستان دغه پوځي او استخباراتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي وویل تازه برید په هغې سیمې کې چې کابو لس کیلیومتره د ډيورنډ له کرښې سره په واټن کې دی په سیمهییز وخت د سهار په لسو بجو شوی دی.
هغه د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل: "له ۲۴ زیاتو تندلارو وسلهوالو کسانو د درنو وسلو برید پیل کړ."
د پاکستان د استخباراتو دغه چارواکي زیاته کړه لومړني راپورونه ښيي چې په دې برید کې یو افسر او څلور سرتیري وژل شوي دي او د دواړو خواو ترمنځ جګړه لا هم دوام لري.
اسلام اباد کې د امنیتي مطالعاتو مرکز د راپور په اساس په ۲۰۲۴ کال کې په ټول پاکستان کې د وسلهوالو په بریدونو کې د غیرنظامیانو په ګډون ۱۶۰۰ کسان وژل شوي دي.
پاکستان تور لګوي چې د پاکستاني طالبانو ډله چې د "تحریک طالبان پاکستان" په نوم پيژندل کیږي، په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان په خاوره کې بریدونه کوي.
افغان طالبانو تل دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د چا په خلاف د افغانستان د خاورې کارولو ته اجازه نه ورکوي.
خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې چې تېره اونۍ خپور شو، په کابل کې د طالبانو حکومت پاکستاني طالبانو ته "لوجیستکي، عملیاتي او مالي ملاتړ" برابروي.
فورم \ دبحث خونه