د نړیوالو ادارو خبرداری؛ افغانستان د سختې وچکالۍ سره مخ دی

د ماشومانو د ساتنې ادارې د پنځو نړیوالو ادارو د ارزونو له مخې ویلي چې په افغانستان کې نسبتآ ګرم او د واورو او باران کم ورېدل په دغه هیواد کې، چې له تیرو ۳۰ کلنو راهیسې سختې وچکالۍ سره مخامخ دی، د اقلیمي شرایطو د لا خرابیدو او وچکالۍ د سختیدو نښه ده.

د لوږې پر وړاندې د اقدام سازمان (ACF)، روغتیا نړیواله ډله (IMC)، ټوله نړۍ کې اسلامي مرسته(IRW) ، د ماشومانو د ساتنې نړیواله اداره(SCI) او د ولډ ویژن نړیوالې ادارې (WVI) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې تراوسه په روان ژمي کې په افغانستان کې د واورې د اورښت کچه کمه وه.

دغو ادارو خبرداری ورکړی چې د دریو کلنو پرله پسې وچکالۍ او دوامدارو بشري بحرانو وروسته د اوبو د کمښت به په دغه هیواد کې بشري ناورین لا پراخه کړي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې د دوشنبې په ورځ فبرورۍ پنځم( سلواغې ۱۶) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د لومړۍ ورځې او د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې د ۱۵ ورځې پورې افغانستان کې د تیرکال پرتله یوازې په اوسط ډول د ۴۵ څخه تر ۶۰ فیصدو پورې اورښت شوی دی.

ددغې اعلامیې له مخې کارپوهان اټکل کوي چې د فبرورۍ د روانې میاشتې او اپریل د میاشتې پورې به په قوي احتمال د هوا درجه په اوسط ډول له حد څخه پورته اوسي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي:"ماشومان او هغه زیانمنوونکي کورنۍ چې د کرهڼې په معیشت باندې متکي دي د باران او واورې د اورښت د زیاتیدو پرته به په پام وړ ډول زیان وویني".

د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بحران د اغیزو څخه یو زیانمنوونکی هیواد دی او اوس مهال ددغه هیواد د ۳۴ ولایتونو له ډلې په شاوخوا ۲۵ ولایتونو کې خلک د سختې وچکالۍ څخه کړیږي چې ددغه هیواد د ۴۰ میلیونو نفوس له ۵۰ فیصدو څخه زیات وګړي په کې اوسیږي.

دغې ادارې ټینګار کړی چې د نړیوال اټکل له مخې په ۲۰۲۴ کال کې به ۷.۸ میلیونه افغان ماشومان پوره خواړه ونلري او که چیرې د وچکالۍ اغیزې همداسې دوام ومومي د ماشومانو ژوند به همداسې تر ګواښ لاندې پاتې شي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي: "د باران د اورښت کمښت د اوبو له لارې د وبا په ډول ساري ناروغیو خپریدو لپاره مناسب شرایط برابروي او د لوږې د لا پراخیدو سبب ګرځي ځکه چې کورنۍ په کلیوالو سیمو کې د وچو ځمکو سره مخ کیږي".

دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې اوس مهال د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ۳.۲ میلیونو ماشومانو په ګډون څلور میلیونه امیدواره او یا ماشومانو ته شیدې ورکوونکې ښځې د خوارځواکۍ د ناروغۍ څخه کړیږي چې ددغه شمیر ۸۷۵ زره ماشومان د ډیرې سختې خوارځواکۍ سره او ۲.۳ میلیونه نور د سختې خوارځواکۍ په ناروغۍ اخته دي.

همداشان دغې ادارې ویلي چې لوږه کولی شي د ماشومانو په جسمي ودې باندې ډیره ناسمه اغیزه وکړي او هغوی د روحي ستونزو سره هم مخ کړي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي چې وچکالي د نورو اغیزو سربیره له ښوونځیوڅخه د ماشومانود محرومیدلو سبب هم ګرځي، ځکه چې ددغې اعلامیې له مخې ماشومان دې ته اړ کیږي چې له لیرو سیمو څخه خپلو کورنیو ته اوبه برابرې کړي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې ویلي چې په تیر۲۰۲۳ کال کې د مرستندویه هیوادونو او موسسو له خوا ورته د ټولو اړتیاو یوازې ۴۵ فیصده اړتیاو پوره کیدو لپاره بودیجه برابر شوې وه.

دغې ادارې خبرداری ورکړی چې په بیړني ډول د بودیجې د پوره کیدو پرته به په روان ژمي کې افغانان همداسې د ستونزو او ناخوالو ډک ژوند سره مخ اوسي.