د فرانسې او مصر ولسمشرانو له یوې تیلیفوني مکالمې وروسته وویل چې له غزې او یا لویدیځې غاړې څخه د فلسطینیانو «هر ډول اجباري بې ځایه کول د منلو نه» دي.
د فرانسې د ولسمشرۍ د بیانیې په اساس، دواړو ولسمشرانو ویلي دي چې د فلسطینیانو بې ځایه کول «د نړیوالو قوانینو څخه جدي سرغړونه» ده، د دوو دولتونو (فلسطین او اسرائیل) د حل په لارې کې یو خنډ او د مصر او اردن لپاره به عمده «بې ثبات کوونکی» قوت وي.
دا څرګندونې له هغه وروسته کېږي، چې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ وویل چې نورو هېوادونو ته د غزې د فلسطینیانو له انتقال وروسته، متحدو ایالتونه به د غزې کنترول په لاس کې واخلي په اقتصادي ډول به یې پراخه کړي.
مکرون او السیسي ویلي دي چې دوی هڅه کوي، چې د دوو دولتونو د حل لپاره د یوې معتبرې لارې د برابرولو لپاره کار کوي.
ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې د غزې فلسطینیان به اردن او مصر ته انتقال شي، خو اردن او مصر دواړو دا وړاندیز رد کړی دی.
د ایران، چې د حماس ډلې کلک ملاتړی دی، دا وړاندیز «قوي تصفیه» بللې او دا وړاندیز یې رد کړی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت، ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې نړیواله ټولنه د دې پر ځای چې داسې مفکورو لپاره کار وکړي، په خبره یې «باید د فلسطینیانو سره د خپل برخلیک حق په خوندیتابه کې مرسته وکړي.»
تر دې مخکې، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي وو، چې د سعودي عربستان له شاهي حکومت سره به یې روابط ښه شي، خو ریاض د چهارشنبې په ورځ فبروري څلورمه (سلواغه ۱۷) وویل چې تر هغه پورې چې مستقل فلسطیني دولت جوړ نه شي، له اسرائیل سره به یې روابط عادي نه شي.
د سعوديعربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په ټولنیزې رسنۍ ایکس کې ویلي: «عربستان سعودي به د فلسطین د یو مستقل دولت د جوړولو لپاره، چې مرکز یې د بیت المقدس په ختیځ کې وي، خپلې هڅې روانې ساتي او له دغه کار پرته به یې له اسرائیل سره دپلوماتیک روابط عادي نه شي.»
د غزې نفوس، چې ویل کېږي، ۲.۳ میلیون دی، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اومې نېټې راهېسې څو ځلې له خپلو سیمو څخه بې بې ځایه شوي دي. ملګري ملتونه وايي په شاوخوا ۱۵ میاشتو جګړو کې د غزې ۷۵ فیصده ودانۍ یا پوره او یا نیمه زیانمنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائيل او حماس ترمنځ له اوربند وروسته لسګونه زره فلسطینیان بېرته خپلو سیمو ته ګرځېدلي او لا هم ور روان دي.
د حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه په اسرائیل بریدونه وکړل. اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۲۵۰ تنه نور یرغمل ونیول شول.
اسرائيل د دغو بریدونو په ځواب کې په غزې باندې هوايي او ځمکني بریدونه پيل کړل، چې دغزې د روغتیا د مقاماتو په وینا شاوخوا ۴۷۳۰۰ کسان په کې وژل شوي، چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي. ملګري ملتونه دا شمېرې معتبرې ګڼلې.
په دغه راپور کې د فرانس پرس اژانس له معلومات استفاده شوې.