فاریاب کې د هاوان مرمۍ لګېدو ۴ملکي وګړي وژلي

عکس (ارشیف)

د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش د شنبې په ورځ د ډسمبر پر ۷مه «لېندۍ۱۶مه» امریکا غږ ته وویل، چې یاد کسان پرون ناوخته پر یوه کور د طالبانو لخوا د توغول شوي هاوان مرمۍ لګېدو له امله مړه او ټپیان شوي د ي.

نوموړي زیاته کړه، چې په وژل شوو کسانو کې دوې مېرمنې او دوه نارینه او په ټپيانو کې هم دوې مېرمنې او درې نارینه شامل دي.

هغه وویل:"په بلچراغ ولسوالۍ کې پر یو کور باندې د هاوان مرمۍ لګېدلې ده، چې دوې مېرمنې او دوه نارینه پکښي وژل شوي او دوې مېرمنې او درې نارینه ټپیان شوي دي."

د فاریاب روغتیايي مسؤلینو په دغه پېښه کې د ټپي شوو کسانو روغتیايي حالت ښه بللی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

بلچراغ د فاریاب له مرکز څخه شمال ته لیري پرته ولسوالي ده، چې اکثره وختونه ورڅخه د نښتو راپورونه ورکول کېږي.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو د یوناما په ګډون ګڼو بنسټونو اندېښنې ښودلې دي.

«سیګار» ادارې دوې اونۍ مخکې د قاطع ملاتړ ماموریت د معلوماتو په اساس راپور ورکړی و، چې د روان۲۰۱۹ کال له جون څخه بیا تر سپټمبره میاشتې پورې نسبت د ۲۰۱۸ کال همدې مودې ته د ملکي وګړو په تلفاتو کې ۳۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت ویلي، چې د روان ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهه میاشتو کې په افغانستان کې ۷۲۶۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې نسبت تېر کال ته شپږ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.