د اوو مخکښو صنعتي هېوادونو (جي۷) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې په کاناډا کې جوړه شوې، د پنجشنبې په ورځ، مارچ ۱۳ (کب ۲۳)، د روسیې او اوکراین جګړه د خبرو د اجنډا په سر کې ده.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند لپاره هڅې ګړندۍ شوي دي.
د کاناډا په کیوبیک کې دا غونډه په سعودي عربستان کې د متحده ایالاتو او اوکراین د لوړپوړو مشرانو له لیدنې وروسته کیږي. په دغه لیدنه کې اوکرایني پلاوي د روسیې او اوکراین ترمنځ "د سمدستي ۲۰ ورځني موقتي اوربند" لپاره د امریکا وړاندیز ته غاړه کیښوده.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل: "موږ باید د سولې په لور لاړ شو. موږ باید د امنیتي تضمینونو په لور لاړ شو. یو مهم عنصر زموږ د همکارانو وړتیا ده ترڅو یقیني کړي چې روسیه چل نه کوي بلکې په روښتیا د جګړې پای غواړي."
کرملین ویلي د اوربند د وړاندیز په اړه د امریکايي مقاماتو معلوماتو ته انتظار باسي. سپینې ماڼۍ د چهارشبنې په ورځ وویل چې د ملي امنیت سلاکار سټیف ویټاکف د خبرو لپاره مسکو ته روان دی.
دا مطلب هم ولولئ امریکايي پلاوی مسکو ته ولاړ؛ ټرمپ: هیله لرم روسیه په اوربند توافق وکړيپه کاناډا کې د جي۷ په روانه غونډه کې د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او متحده ایالاتو استازي برخه لري.
د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې میلاني جولي، چې د غونډې کوبتوب کوي، وویل د متحده ایالاتو لخوا په اوکراین کې د جګړې د درولو د هڅو ملاتړ کوي او زیاته یې کړه چې اوربند "د یو منصفانه او دوامدار ثبات په لور لومړنی ګام دی."
جولي په یوې اعلامیې کې وویل: "اوس د روسیې وار دی ترڅو اوربند ته خپل چمتووالی وښيي او د وینو بهېدل بند کړي. د نړۍ ورته پام دی."
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ کاناډا ته پر لاره، خبریالانو ته وویل متحده ایالات له څو خواوو د روسیې سره په تماس کې دي ترڅو د سولې یو تړون ته د کرملین تیاری معلوم کړي.
روبیو زیاته کړه چې اوربند ته د روسیې د غاړې ایښودو په صورت کې به څارونکو ته اړتیا وي.
روبیو خبریالانو ته وویل: "که دوی [روسیه] هو ووايي، یو شی چې موږ یې باید معلوم کړو دا دي چې دواړه خواوې پر چا باندې ددې باور کوي چې په سیمه کې د څارونکو په توګه پاتې شوي، او د دواړو خواوو ترمنځ ممکنه د ټیټې کچې تاوتریخوالی وڅاري."
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل، اوس "د روسیې نوبت دی" چې ځواب ووايي.
ټرمپ وویل: "هیله ده چې موږ روسیه اوربند ته وهڅوو. که دا کار وکړو دا به د وینو ناوړه تویېدل تر ۸۰ سلنې ودروي."
ټاکل شوې چې د ناټو عمومي منشي مارک روټه د پنجشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې له ولسمشر ټرمپ سره وویني او ټول بحثونه به د اوکراین د سولې په مسئلې باندې ورټول وي.
ددې راپور ځینې معلومات د رویټرز، اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.