د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ، مارچ دوهمه (کب ۱۲) وویل چې هیواد یې له متحده ایالاتو سره د کانونو د تړون لاسلیک کولو ته چمتو دی او هغه په دې باور دی چې کولی شي د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ښې اړیکې وساتي.
په بریتانیا کې د اروپايي مشرانو له غونډې وروسته زیلینسکي خبریالانو ته وویل، هغه فکر کوي چې متحده ایالات هم چمتو دي چې د کانونو تړون لاسلیک کړي، خو ښايي "د ځینو مسایلو د تحلیل لپاره وخت ته اړتیا لري."
ټاکل شوې وه چې دواړو خواو تیره اونۍ په سپینې ماڼۍ کې یو تړون لاسلیک کړی وای، خو د ټرمپ او د متحده ایالاتو د مرستیال ولسمشر جې ډي وینس سره د زیلینسکي د لیدنې پرمهال د سختو لفاظو له تبادلې وروسته تړون لاسلیک نه شو.
زیلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې اوکراین د روسیې د درې کلن یرغل په وړاندې په مبارزه کې د متحده ایالاتو په مرسته حساب کوي.
زیلینسکي وویل: "زه فکر کوم چې د مرستو بندول به یوازې [د روسیې ولسمشر ولادیمیر] پوتین سره مرسته وکړي... او د دې له امله، زه فکر کوم چې متحده ایالات او د متمدنې نړۍ استازي، او د نړۍ مشران به یقینا د پوتین سره مرسته ونه کړي."
ټرمپ د جمعې د ورځې په غونډه کې زیلینسکي ناشکره وګاڼه او د کانونو تړون یې د هغو میلیاردونو ډالرو مرستې د جبران یوه لاره بللې چې متحده ایالاتو اوکراین ته ورکړي دي.
ټرمپ د جګړې د ختمولو په اړتیا ټینګار کړی دی. د ټرمپ او پوتین د تیلیفوني خبرو ترڅنګ لوړپوړو امریکایي چارواکو په سعودي عربستان کې د روسیې له چارواکو سره د سولې د احتمالي تړون په اړه خبرې کړي دي او په دغو خبرو کې اوکرایني چارواکو حضور نه درلود.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې وویل: "موږ باید د پوتین پر ځای ډېره اندېښه په جنسي تیرو کې ښکېلو کډوالو، د نشه توکو قاچاق کوونکو، وژونکو او د رواني روغتونونو د هغو ناروغانو په اړه وکړو چې زموږ هیواد ته ننوځي، چې موږ د اروپا په څیر عواقبو سره مخامخ نه شو."
ټرمپ له دې څرګندونو وړاندې، د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر د یکشنبې په ورځ په لندن کې خپلو ۱۸ متحدینو ته وویل چې اوکراین ته د ملاتړ برابرولو په برخه کې د متحده ایالاتو زړه نازه کېدل اروپا "له تاریخي دوراهۍ" سره مخامخ کړې ده.
سټارمر وویل: "دا د نورو خبرو وخت نه دی، بلکې د عمل کولو وخت دی، ددې وخت دی چې باید ګام پورته کړو، رهبري کړو او د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره د یو نوي پلان په اړه متحد شو."
د بریتانیا صدراعظم زیاته کړه چې د ممکنه سوله ساتو ځواکونو څخه د متحده ایالاتو د ملاتړ د تضمین پرته، "اروپا باید په اوکراین کې د سولې په برخه کې مهم کار وکړي." هغه وویل "د مایلو خواو یو ایتلاف" چمتو دی چې د هر ډول اوربند څخه دفاع وکړي.
بل خوا، د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایکل والټز، د یکشنبې په ورځ له سي ان ان تلویزیون سره د زیلینسکي په اړه وویل: "هغه څه چې موږ ته روښانه نه وو، دا وو چې ایا هغه د دې جګړې د پای ته رسولو په اړه زموږ سره هم نظره دی. دا څرګنده نه وه چې هغه سولې ته چمتو دی."
د اروپايي اتحادیې د مشرانو په غونډه کې زیلینسکي ته د کاناډا د صدراعظم جسټین تروډو، د ناټو د سرمنشي مارکه روټه او نورو اروپايي مشرانو لخوا تود هرکلی وویل شو. د زیلینسکي پلویانو د اوکراین په ملاتړ د سټارمر د کور مخې ته لاریون وکړ.
د یکشنبې د غونډې سره هم مهاله د اروپایي کمیسیون مشرې ارسولا وان دیرلاین خبرداری ورکړ چې، "موږ باید په سمدستي توګه اروپا مجهزه کړو او ترټولو ناوړه حالت ته چمتووالی" ولرو.
د پولنډ صدراعظم ډونالډ ټسک له امریکا او اروپا وغوښتل چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ته "په همغږۍ سره" ووايي چې لویدیځ د هغه د تیري په وړاندې د تسلیمیدو اراده نلري.
د اروپايي مشرانو په امنیتي غونډه کې د ګډون سربیره، زیلینسکي د بریتانیا له پاچا چارلس سره هم وکتل.
د شنبې په ورځ زیلینسکي ته د ښه راغلاست ویلو پر مهال، د بریتانیا صدراعظم د اوکراین د دفاعي وړتیاوو د ملاتړ لپاره د ۲.۸۴ میلیارد ډالرو پور هم اعلان کړ چې د روسیې د کنګل شویو شتمنیو له ګټې څخه به تادیه کیږي.
کرملین د یکشنبې په ورځ وویل چې د روسیې په وړاندې د اروپا په بهرنۍ پالیسۍ کې د متحده ایالاتو ډراماتیک بدلون تر ډیره حده د مسکو له لید سره سمون لري.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د روسیې له دولتي ټلویزیون سره په مرکه کې چې تېره چهارشنبه ثبت شوې، وویل: "نوې اداره په چټکۍ سره د بهرنۍ تګلارې ټول دریځونه بدلوي چې تر ډېره د مسکو له موقف سره سمون لري." خو د سولې نورې خبرې اترې نه دي شوي.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار والټز وویل چې روسیه او اوکراین به بالاخره سولې ته غاړه کیږدي او زیاته یې کړه چې دې نتیجې ته د رسېدو لپاره به د دواړو خواو د ننګولو ترڅنګ هڅونې ته اړتیا وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د خبرو اترو مېز ته د دواړو خواو د راتلو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
روبیو وویل: "موږ د جګړې د پای ته رسولو هڅه کوو. ترهغو چې د روسیې په شمول دواړه خواوې د خبرو میز ته رانشي. او ولسمشر [ټرمپ] په همدې ټکي ټینګار کړی."
روبیو زیاته کړه: "زه له تاسو سره ژمنه نه کوم چې دا ممکنه ده او یا ۹۰ سلنه احتمال لري. زه وایم چې که د خبرو میز ته یې رانه ولو دا امکان صفر فیصد دی. هرڅومره ژر چې خلک ددې خونړۍ جګړې ویجاړۍ او خطرونو درک کړي چې په بد لور روانه ده او کیدی شي په پراخه شخړه بدله شي، هغومره ژر، زه فکر کوم چې موږ به پرمختګ وکړو."
سټارمر وویل، بریتانیا، فرانسې او اوکراین موافقه کړې چې د اوربند پر یو پلان کار وکړي ترڅو متحده ایالاتو ته یې وړاندې کړي. ځینو اروپايي هیوادونو ویلي دي غواړي د سولې د یوې موافقې د پلي کولو لپاره اوکراین ته سوله ساتي سرتیري واستوي. دوی له متحده ایالاتو څخه غوښتي چې د یو ممکنه اوربند څخه د توپین د سرغړونې په صورت کې د هغه په وړاندې ودریږي.
ټرمپ د امریکا د دغه ډول ملاتړ چمتو کول رد کړي او ویلي یې دي چې هغه پر پوتین باور لري چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره جوړجاړي ته غاړه ږدي.
سټارمر وویل چې هغه په پوتین باور نه لري خو په ټرمپ باور لري. هغه ویلي چې تلپاتي سولې لپاره د امریکا د امنیتي تضمین د ترلاسه کولو لپاره "جدي خبرې اترې" دوام لري.
ددې راپور ځینې معلومات له اسوشیتد پرس، فرانس پرس او رویټرز اژانسونو څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه