په غزه کې اوربند د ټرمپ د لوړې له مراسمو یوه ورځ وړاندې پیلېږي

د غزې اوربند

د اسرائیل کابینې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو د خوشې کولو موافقه په غوڅ اکثریت تصویب کړه او ټاکل شوې ده چې دا موافقه د یکشنبې له ورځې څخه عملي شي.

د اسرائیل د کابینې ۲۴ وزیرانو د شنبې په ورځ، جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۹) د دې موافقې د تائيد او اتو نورو د رد رایې ورکړې.

د اسرائيل او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو اوافق د متحده ایالاتو، قطر او مصر په منځګړیتوب سره له یو کال څخه زیاتو خبرو اترو وروسته ترلاسه شو.
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په لومړی ځل د ۲۰۲۴ کال په مې په میاشت کې دا تړون تایید کړ او د جګړې ښکیلو خواوو د چهارشنبې په ورځ ورباندې موافقه وکړه.

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتلونکې دوشنبې په ورځ، جنوري ۲۰ له غرمې وروسته د وفادارۍ لوړه کوي او له هغې وروسته د دې تړون پلي کېدل د نوموړي ادارې پورې اړه لري.

دا تړون درې پړاوه لري چې هر یو به یې شپږ اونۍ دوام وکړي. د تړون د دویم او درېیم پړاو شرایط لاهم تر خبرو اترو لاندې دي خو تمه ده چې د لومړي‌ پړاو د مودې له ختمېدو وروسته هم د دواړو خواو ترمنځ د شخړو بندول دوام وکړي.

په لومړي پړاو کې د غزې له ګڼ مېشتو سیمو څخه د اسرائیل ځواکونو وتل، د غزې لپاره نورې مرستې او همدارنګه د اسرائيل په زندانونو کې د ځینو فلسطیني بندیانو او د حماس لخوا د یو شمېر یرغمل شویو کسانو خوشې کول شامل دي.
په دغو یرغمل شویو کسانو کې یو شمېر امریکایان هم شته.‌ متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هیوادونو حماس د یوې تروریستي ډلې په توګه پېژندلې ده.

د اسرائيل او حماس ترمنځ د شوی تړون په ترڅ کې به فلسطیني زندانیان له یرغمل شویو اسرائیلیانو سره تبادله شي او بیا به د جګړې د دایمي بندیدېدو شرایط نهايي شي.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیه کې د کابینې پریکړه اعلان کړې ده او ویلي یې دي چې د موافقې تطبیق به د یکشنبې په ورځ پیل شي.

د اسرائیل عدلیې وزارت د ۹۵ فلسطینیانو د نومونو لیست خپور کړی چې خوشې کول به یې سر د شنبې پیل شي. په دوي کې ۶۹ میرمنې، ۱۶ سړي او ۱۰ کمکیان شامل دي.

ها خوا د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس ویلي چې فلسطیني اداره د جګړې پای ته رسیدو وروسته په بشپړه توګه د غزې مسؤلیت اخیستو ته چمتو ده.

د اوربند موافقې عملي کیدو څخه وړاندې د غزې یو شمیر اوسیدونکو بیرته خپلو کورونو ته ستنیدل پیل کړي.
متحده ایالات، قطر او مصر چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ په اوربند کې یې منځګړتوب کاوه، ټینګار کړی چې موافقه به هماغه څیر چې پکې ویل شوي، عمل پرې وشي.

په غزې کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې هغه وخت پیل شوه چې د حماس وسله والو په اسرائيل ناڅاپه بریدونه وکړل، اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او ۲۵۰ تنه نور یرغمل ونیول شول.

اسرائیل د دغو بریدونو په ځواب کې په غزې باندې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل، چې د فلسطین د روغتیا د چارواکو په وینا تر دې دمه په کې ۴۶۷۰۰ کسان وژل شوي دي او اسرائیل وایي په دغو وژل شویو کسانو کې یې زرګونه د حماس غړي دي.

په دې جګړه کې د غزې تړانګې زیاتې برخې ویجاړې شوې او د دې ښار د ۲.۳ میلیون وګړو لویه برخه له خپلو سیمو څخه بې ځایه شول.