لبنان کې د مخابرو مرموزو چاودنو د ایران سفیر او زرګونه کسان ژوبل کړي

حزب الله اسرائیل تورن کړی چې دا کار یې کړی، خو اسرائیل لا څه نه دي‌ ویلي

په لبنان کې د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۷ (وږي ۲۷) د مخابراتي وسیلو په مرموزو چاودنو کې د حزب الله ډلې د غړو په ګډون زرګونه کسان ژوبل شوي دي.

د لبنان د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چې د مخابرو په چاودنو کې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او څه باندې ۲۸۰۰نور ژوبل دي.

د حزب الله ډلې یو مقام اسوشیتډ پرس ته ویلي دي‌ چې په سوریې کې یې هم یو شمېر جنګیالي په ورته چاودنو کې زخمي شوي، خو دقیق ارقام یې معلوم نه دي.

لبناني مقاماتو ویلي دي چې په دې اړه پلټنې پیل شوي دي.

د ایران رسنیو هم په بیروت کې د خپل هېواد د سفیر مجتبی اماني زخمي کېدل تائید کړي خو وايي چې زخمونه یې ژور نه دي.

د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي په دغو پېښو کې د زخمیانو د عاجلې درملنې لارښوونه کړې ده.

د لبنان د عامې روغتیا وزارت له ټولو مخابره لرونکو څخه غوښتي دي چې خپلې مخابرې له ځانونو څخه لېرې وساتي.

په ټولنیزو رسنیو کې په یو شمېر خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې د مخابرو په چاودنو کې زخمي شوي کسان په روغتونو او د روغتونو په شاوخوا کې لیدل کېږي.

تر دې مخکې د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله خپلو جنګیالیوته ویلي وو چې تیلیفونونه له ځانونه سره ونه ګرځوي، ځکه د هغه په خبره اسرائیل له دې لارې د هغوی ځای معلومولای شي او برید به پرې وکړي. هغه د روغتیا له کارکوونکو هم غوښتي وو چې د بیسیم وسائیل له ځان سره ونه ګرځوي.

د لبنان رسنیو خبر ورکړی دی چې دغه وسائیل د «پرمختلې تکنالوژۍ» په واسطه الوځول شوي دي.

د حزب الله یو شمېر مقاماتو فرانس پرس او اسوشیتډ پرس سره په خبرو کې اسرائيل تورن کړی چې دا چاودنې یې کړې، خو اسرائیل تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تېرکال د اکتوبر له اوومې نېټې راهېسې د اسرائيل او حماس ترمنځ له جګړې را وروسته د لبنان د حزب الله ډله او اسرائیلي ځواکونه تقریبآ هره ورځ له یو بل سره نښته کوي.