آی سي سي: په افغانستان کې د ښځو د کرکټ پراختیا څاروو 

د افغانستان د ښځو د کرکټ پخوانۍ لوبغاړې

د کرکټ نړیوالې شورا په خپلې تازه پرېکړې کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سره د مرستو د دوام ژمنه کړې خو د ښځو د کرکټ‌ د پراختیا او د پرمختګ غوښتنه یې هم کړې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا نن یکشنبه اپریل لسمه «وري۲۱» په خپلې اعلامیې کې ویلي دي چې د افغانستان په اړه د کرکټ د نړیوالې شورا کاري ګروپ خپل راپور وړاندې کړ او «میرویس اشرف یې د افغانستان د کرکټ بورډ تعین شوی استازی پېشنهاد» کړی دی. ښاغلی اشرف د افغانستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی چې د طالبانو له راتګ وروسته د مخکني مشر عزیزالله فضلي‌ په ځای د کرکټ‌ بورډ مشر ټاکل شوی دی.

اعلامیه وایي: «کاري کمېټې بورډ ته مشوره ورکړه چې د کرکت د نړیوالې شورا د ښځو د کرکت د پراختیا د څارلو په ګډون د افغانستان د نارینوو د لوبډلې سره مرستې روانې ساتي چې نړیوالې لوبې وکړي.»

د کرکټ نړیوالې شورا د طالبانو له راتګ وروسته د افغانستان د کرکټ د مدیریت او نورو اړوندو چارو د ارزولو لپاره یوه کاري کمېټه وټاکله چې د پاکستان د کرکټ بورډ مشر رمیز راجا هم په کې شامل دی.

د دغې کمېټې کار دا دی چې په افغانستان کې به د کرکت چارې څاري چې مطمین شي هر څه د نړیوالې شورا د قانون په اساس مخې ته ځي.

د کرکټ د نړیوال شورا اعلامیه زیاتوي: «د افغانستان کرکټ بورډ د ښځو د کرکټ د پراختیا په اړه خپله مسلسله ژمنه تائید کړې او د دې کار د ترسره کولو لپاره به کاري کمېټې ته بشپړ عملي پلان او بودیجه سپاري. کاري کمېټه به حالت څاري او د پرمختګ په اړه به یې تازه [معلومات] ترلاسه کوي.»

د کرکټ د نړیوالې شورا داسې مهال په افغانستان کې د ښځو د کرکټ په پراختیا او پرمختګ ټېنګار کړی چې طالبانو په دې هېواد کې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي تړلي، ښځې یې له ورزشي، سیاسي، مدني او نورو فعالیتونو څخه منع کړي دي.

د طالبانو یو لوړ پوړي چارواکي څه موده مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې به د طالبانو په حکومت د ښځو کرکټ ته اجازه نه وي. افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی دی او هر غړی مکلف دی چې د شورا د منشور په اساس خپلې چارې مخې ته یوسي.

افغانستان په تېر وخت کې د ښځو د کرکټ لوبډله لرله خو د طالبانو له راتګ وروسته د هغوی فعالیت بند شو. د کرکټ بورډ یو چارواکي، چې نغواړي‌نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته ویلي دي چې د افغانستان د ښځو د کرکټ‌ اکثریت غړې له هېواد څخه وتلې دي او ځینې یې چې پاتې دي، په کورونو کې پټې دي.

په منشور کې د نارینوو او ښځو د کرکټ په متوازن پرمختګ او پراختیا ټېنګار شوی دی، دا به وروسته معلومه شوه چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څومره ممکنه ده چې ښځې کرکټ وکړي.