هند له بنګله دیش څخه د چمپینز ټرافي دوهمه لوبه وګټله

د چمپینز ټرافي دوهمه لوبه هند وګټله.

د کرکټ د چمپینز ټرافي په دوهمه لوبه کې، د پنجشنبې په ورځ، فبروري ۲۰ (کب دوهمه) هند بنګله دیش ته د شپږو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

په دوبۍ کې ددې لوبې پچه بنګله دیش وګټله او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې مقابل لوري ته د ۲۲۸ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې هند د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره دغه هدف په ۴۷ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د هند توپ وهونکي شیتمن ګیل منډې وکړې او د لوبې تر پایه ونه سوځېد. د بنګله دېش لپاره ترټولو زیاتې ۶۲ منډې مصتفیض الرحمن وکړې.

د هند توپ اچوونکي محمد شامي د بنګله دیش پنځه لوبغاړي وسوځول.

په چمپینز ټرافي کې د افغانستان لومړنۍ لوبه د جمعې په ورځ د جنوبي افریقا سره ده. دا لوبه په کراچۍ کې کیږي.

د هند بله لوبه د یکشنبې په ورځ د پاکستان په خلاف ده.

د چمپینز ټرافي لوبې په پاکستان کې کیږي خو هند پاکستان ته د لوبډلې له لیږلو ډډه کړې او خپلې ټولې لوبې په دوبۍ کې کوي.