د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې له بهرنیو هیوادونو څخه ۱.۳ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي وو، چې ددې شمیر ۶۷ فیصده یې د هغوی د خوښې پرخلاف په جبري ډول خپل هیواد ته شړل شوي وو.
د مهاجرت نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۲( کب ۲۲) په یوه خبرپاڼه کې چې دغه سازمان سره د ایټالیا د انکشافي همکارۍ د ادارې له خوا د ۳.۵ میلیونو یورو د مرستې په مناسبت خپره کړې ویلي چې دا مرسته په داسې حال کې شوې چې د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو بهیر مخ په پراختیدو دی.
دغه سازمان ویلي: "دا مالي مرسته په داسې یو حساس حالت کې شوې چې د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ستنیدل مخ د زیاتیدو په حال کې دي. دواړو هیوادونو په ۲۰۲۵ کال کې د جبري ستنولو د پروګرامونو د بیرته پیلیدو اعلان کړی دی، چې له امله به یې د افغانستان په سرحد او کلیدي ولایتونو کې، چې په لوړه کچه د ستنیدونکو ستنیدل تجربه کوي بشري اړتیاوې لا پراخه شي".
دا ۱۲ میاشتنۍ پروژه به د مهاجرت نړیوال سازمان سره د قانوني اسنادو نلرونکو ستنیدونکوله ۲۵ زرو څخه زیاتو افغان کډوالوسره د بشري، ساتنې او روغتیايي اړتیاو د پوره کولو په برخو کې په مصرف ورسول شي. دا مرستې به د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو او هغو سیمو کې چې په کې د ستنیدونکو افغان کډوالو شمیر ډیر لوړ او د مهاجرت د نړیوال سازمان د اتو هرکلي د مرکزونو له لارې په مصرف ورسیږي.
ددې سربیره دا پروژه به د مهاجرت د نړیوال سازمان د بې ځایه شویو کډوالو د وضعیت په اړه د معلوماتو د ټولولو او د ایران او پاکستان ترمنځ د افغانانو د تګ راتګ د بهیر د ارزونې پروګرام لپاره به هم مالي ملاتړ برابر کړي.
د مهاجرت نړیوال سازمان د افغانستان د دفتر مشرې میها پارک د ایټالیا ددې مرستې په اړه ویلي: "پر دغې نوي ملاتړ سره به مونږ وکولای شو چې د سرحد په هغو برخو کې چې د ستنیدونکو شمیر په کې لوړ دی او ټولنې د لوړ شمیر ستنیدونکو د وضعیت سره د بوخت پاتې کیدو هڅه کوي شته ننګونو او ګواښونو ته حل لار ولټوو".
میرمن پارک ویلي چې د ایټالیا د انکشافي همکارۍ د ادارې پر دغه مالي ملاتړ به هغو عواملو مخه ونیسي چې د بیا بې ځایه کیدو او یا مهاجرت سبب ګرځي.
د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې دغه سازمان په تیر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له بهرنیو هیوادونو افغانستان ته د ۱.۳ میلیونو افغان کډوال ستنیدل ثبت کړي، چې ددغه شمیر ۶۷ فیصده یې په جبري ډول افغانستان ته شړل شوي دي
دغه سازمان ویلي چې تیرکال یې افغانستان ته د ۴۲۹ زره ستنو شویو اړمنو افغان کډوالوته په سرحد کې د هرکلي د مرکزونو له لارې بشري مرستې کړي دي.
دمخه د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي وو چې په تیر ۲۰۲۴ کال کې یوازې له ایران څخه ۱.۲ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
په داسې حال کې چې ایران ویلي له دغه هیواد څخه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال ترپایه د دوو میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو پلان لري، پاکستان له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو سربیره اعلان کړی چې له دغه هیواد څخه شاوخوا ۸۰۰ زره نور هغه افغان کډوال هم شړي چې په دغه هیواد کې یې د اوسیدانې نیټه د روان ۲۰۲۵ کال د جون تر میاشتې تمدید شوې وه.
د پاکستان حکومت مارچ اوومه ( کب ۱۷) پدې هیواد کې ټولو افغان کډوالو ته چې د افغان تابعیت یا ACC کارتونه لري خبرداری ورکړی که د روانې مارچ میاشتې تر ۳۱ مې افغانستان ته ستانه نشي، د شړل کیدو خطر سره به مخ شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت پدې حکم کې ویلي چې د افغان تابعیت یا ACC کارت لرونکي افغانان دې په راتلونکو دریو اوونیو کې لدې هیواد څخه ووځي او دا یې هم ویلي چې د اپریل میاشتې په لومړۍ نیټې به د افغان کډوالو ایستل پیل شي.
د کورنیو چارو وزارت په حکم کې راغلي، "د ټولو ناقانونه بهرنیانو ایستلو په هکله د حکومت پریکړې په دوام، ملي رهبرۍ اوس ACC کارت لرونکو بیرته ستنولو پریکړه هم کړې. ټولو غیر قانوني بهرنیانو او اې سي سي کارت لرونو ته لارښوونه کیږي چې د مارچ تر ۳۱ مې پخپله خوښه ووځي ځکه چې تر هغې وروسته به د ۲۰۲۵ کال د اپریل په لومړۍ نیټې د شړلو بهیر پیل شي".
لا معلومه نده چې د پاکستان حکومت دا پریکړه ولې کړې خو په لارښود کې ویل شوي پدې هیواد کې ناقانونه افغان کډوالو ته پخپله خوښه د ستنیدو لپاره کافي وخت ورکړل شوی و.
همداشان د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو اداره ویلي چې د راتلونکي لمریز کال له پیل سره سم یوازې شپږ ډوله بهرنیان کولی شي چې پدې هیواد کې پاتې شي او ورته به د روغتیايي بیمې او د ملکیت د معاملو په ګډون نورې اسانتیاوې برابرې شي.
د دې ادارې عمومي مدیر نادر یاراحمدي د (ایسنا) خبري اژانس سره په خبرو کې په لویه کچه ایران ته د افغان کډوالو د ورتګ خبر ورکړی او ویلي یې دي: "د کډوالو دا څپه دومره لویه وه چې کنټرول یې زموږ د پوله ساتو لپاره هم ډېر سخت و."
د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي زیاته کړې ده چې په ایران کې د میشتو ټولو افغان کډوالو سرشمېرنه شوې ده او ورته به د سرشمېرنې پاڼې ورکړل شي. هغه خبرداری ورکړ، کوم افغان کډوال چې دا پاڼه له ځان سره ونلري "غیرقانوني" ګڼل کېږي او د ښوونې، درملنې او بیمې له خدماتو څخه به محروم شي
د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو ادارې عمومي مدیر ټینګار وکړ چې د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل سره سم یوازې د پاسپورټ او د اوسېدو کارت درلودونکي بهرني شاګردان او محصلین په ایران کې خپلو زده کړو ته دوام ورکولی شي او له قانوني اسنادو پرته به ټول بهرنیان په دې هېواد کې د زده کړې، درملنې او کرایي کور د نیولو په ګډون له ټولو خدماتو څخه بې برخې شي.
د ایران د دولتي رسنیو د معلوماتو په اساس افغان کډوال په دې هېواد کې د میشتو بهرنیانو ۹۰ فیصده جوړوي چې لویه برخه یې له قانوني اسنادو پرته هلته ژوند کوي.