د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان د بلوچستان ایالت د کویټې ښار ته څیرمه د کچلاک په سیمه کې د افغان کډوالو په کورونو باندې د پولیسو برید او له خپلو کورونو د ښځو او ماشومانو په ګډون د یو شمیر کډوالو په زور ایستل غندلي دي.
دغه وزارت د یکشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۶( سلواغې ۲۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې پاکستاني پولیسو د فبرورۍ په ۱۵( سلواغې ۲۷) د کچلاک په سیمه کې د افغان کډوالو په کورونو د شپې پر مهال چاپه اچولې او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې یو شمیر کډوال له خپلو کورونو څخه په زور شړلي دي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "پاکستاني حکومت د ټولو اصولو خلاف د افغان کډوالو پر وړاندې کړنې په تېرو دوو کلونو کې بار بار تکرار کړې او لاهم دوام لري."
د طالبانو په اعلامیې راغلي، چې د دوی د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت دا کار "غندي او له نړیوالو بنسټونو غواړي، چې په هغه هیواد کې دې له افغان مهاجرینو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي، څو په باعزته توګه خپل هېواد ته را ستانه" شي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت ددغې اعلامیې له مخې ۶۵ ماشومان او ۳۰ ښځې چې د کچلاک د سیمې څخه له کورونو شړل شوي وو د یکشنبې په ورځ د چمن – سپین بولدک له لارې د پاکستاني پولیسو له خوا افغانستان ته انتقال شوي دي.
د کچلاک سیمه چې د بلوچستان ایالت د مرکز کویټې ښار د شمال په ۳۰ کیلو مترۍ کې ده له اوږدو کلونو راهیسې زیات شمیر افغان کډوال په کې دیره دي.
د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې دمخه افغانستان ته د ستنیدلو وړاندې هم د دغې سیمې په قاسم اباد کې یوه دیني مدرسه جوړه کړې وه.
د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۱۶ په دغه مدرسه کې یوه چاودنه هم شوې وه چې د راپورونو په اساس لږ تر لږه څلور کسان په کې وژل شوي او ۲۳ پورې نور ټپیان شوي وو. پاکستاني پولیسو تراوسه د کچلاک له سیمې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د اعلامیې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
خو د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې ددغه هیواد په پایتخت اسلام اباد او د پنډۍ په ښارونو کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د نیولو او افغانستان ته د شړلو بهیر چټک کړی دی چې په ترڅ کې یې په سلګونو افغانان افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د روان ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ د لومړۍ اونۍ د راپور له مخې په دغه اونۍ کې د ۶۱۲۷ ښځو په ګډون ټول ۲۴۹۳۶ افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان په دې راپور کې ویلي چې د فبرورۍ په لومړۍ اونۍ کې د ایران او پاکستان څخه ټول ۷۱۹۲۰ کسان افغانستان ته ستانه شوي او په همدې اونۍ کې ۵۳۲۳۹ کسان له افغانستان څخه دغو دوو هیوادونو ته تللي دي.
د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي: "د تیرې اونې پرتله دغه اونۍ د ستنیدونکو بهیر نږدې څلور فیصده زیات شوی او په عین وخت کې له افغانستان څخه د وتوونکو کسانو شمیر ۱۰ فیصده کم شوی دی."
مهاجرت نړیوال سازمان په دې راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه راهیسې په لومړي ځل له افغانستان څخه ایران ته د افغانانو د تللو په بهیر کې د پام وړ کموالی لیدل کیږي.
دغه سازمان ویلي چې تیره اونۍ له ایران څخه د ستنو شویو کډوالو له ډلې ۱۴۱۷۰ تنو چې د ټولو ستنو شویو ۳۴ فیصده کیده په ایران کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلرل.
دغه سازمان ویلي چې د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ۶۳۳۱ کسانوسره یې مرستې کړې ده. په دې راپور کې له ایران څخه افغانستان ته د ستنیدو د علتونو په اړه د هرات ولایت د اسلام قلعه په سرحد کې ۵۵ فیصدو ستنو شویو کډوالو ویلي چې د اقتصادي دلایلو له مخې راستانه شوي او ۴۷ فیصدو ویلي چې د هغوی د خوښې پرخلاف له ایران څخه شړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال ۳.۱ میلیون افغان کډوال په پاکستان او څه باندې څلور میلیونه نور په ایران کې ژوند کوي.
په دې شمیر کې هغه افغانان هم شامل دي چې په دغو دوو هیوادونو کې د قانوني اسنادو پرته اوسیږي. ایران او پاکستان په تیرو څه باندې ۱۶ میاشتو کې په لسګونو زره افغان کډوال چې اکثرو یې په دغو هیوادونو کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلرل افغانستان ته ستانه کړي دي.
فورم \ دبحث خونه