د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو اداره وايي چې د راتلونکي لمریز کال له پیل سره سم یوازې شپږ ډوله بهرنیان کولی شي چې پدې هیواد کې پاتې شي او ورته به د روغتیايي بیمې او د ملکیت د معاملو په ګډون نورې اسانتیاوې برابرې شي.
د دې ادارې عمومي مدیر نادر یاراحمدي د (ایسنا) خبري اژانس سره په خبرو کې په لویه کچه ایران ته د افغان کډوالو د ورتګ خبر ورکړی او ویلي یې دي: "د کډوالو دا څپه دومره لویه وه چې کنټرول یې زموږ د پوله ساتو لپاره هم ډېر سخت و."
د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه چارواکي زیاته کړې ده چې په ایران کې د میشتو ټولو افغان کډوالو سرشمېرنه شوې ده او ورته به د سرشمېرنې پاڼې ورکړل شي. هغه خبرداری ورکړ، کوم افغان کډوال چې دا پاڼه له ځان سره ونلري "غیرقانوني" ګڼل کېږي او د ښوونې، درملنې او بیمې له خدماتو څخه به محروم شي.
شپږ کټګورۍ افغان کډوال
د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو ادارې عمومي مدیر وویل چې له سرشمېرنې وروسته هغه افغان کډوال چې کولی شي په ایران کې پاتې شي په شپږو ډلو ویشل شوي دي.
یاراحمدي وویل: "اوله ډله هغه ښځه او میړه دي چې یو یې په ایران کې د اوسېدو کارت ولري او بل یې د سرشمېرنې پاڼه ولري. په دویمه ډله کې هغه ښځه او میړه دي چې یو یې د اوسېدو سند ولري او بل یې سره له ماشومانو د سرشمېرنې پاڼه ولري."
د دغه ایراني چارواکي په وینا په درېیمه کټګوري کې هغه افغانان شامل دي چې معتبر پاسپورټ خو تاریخ تېر شوې ویزه لري. هغه وویل دا ډول افغان کډوال په دې شرط کولی شي په ایران کې واوسېږي چې پولیسو ته جریمه ورکړي او د یوې مودې لپاره له ایران څخه ووځي او د ویزې له ترلاسه کولو وروسته بېرته راستانه شي.
یاراحمدي زیاته کړه چې د کار جواز لرونکي افغان کډوال په څلورمه کټګورۍ کې شامل دي چې په وینا یې د قانوني اسنادو له ترلاسه کولو وروسته کولی شي په ایران کې خپل کار ته دوام ورکړي.
هغه دغه راز وویل چې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکي، نظامیان او ملکي مامورین د کډوالو په پنځمه کټګورۍ کې شامل دي او هویت له تثبیت وروسته به نړیوالو سازمانونه ته معرفي شي ترڅو برخلیک یې معلوم شي.
شپږمه او وروستۍ ډله افغان کډوال چې کولی شي په ایران کې پاتې شي د یاراحمدي په وینا هغه کسان دي چې د سرشمېرنې پاڼه لري او له ایران څخه له وتلو او د معتبر پاسپورت او ویزې له ترلاسه کولو وروسته په دې هېواد کې په قانوني توګه اوسېدلی شي.
یار احمدي دغه راز وویل هغه افغان کورنۍ چې ماشومان یې ښوونځي ته ځي او په دې شپږو کټګوریو کې شامل نه دي د "کفالت دفتر" ته له راتګ وروسته په ایران کې پاتې کېدلی شي. هغه زیاته کړه چې د دې شمېر افغان کډوالو برخلیک به وروسته له هغې وټاکل شي چې ماشومان یې خپلې زدهکړې پای ته ورسوي.
د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو ادارې عمومي مدیر ټینګار وکړ چې د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل سره سم یوازې د پاسپورټ او د اوسېدو کارت درلودونکي بهرني شاګردان او محصلین په ایران کې خپلو زده کړو ته دوام ورکولی شي او له قانوني اسنادو پرته به ټول بهرنیان په دې هېواد کې د زده کړې، درملنې او کرایي کور د نیولو په ګډون له ټولو خدماتو څخه بې برخې شي.
د ایران د دولتي رسنیو د معلوماتو په اساس افغان کډوال په دې هېواد کې د میشتو بهرنیانو ۹۰ فیصده جوړوي چې لویه برخه یې له قانوني اسنادو پرته هلته ژوند کوي.
ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته شاوخوا اته میلیونه افغانان له خپل هېواد څخه بهر کډوال شوي دي چې له دې شمېرې ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته تللي دي.
ایراني چارواکو ادعا کړې چې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال په ایران کې اوسېږي خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ شمېرې ښيي چې اوسمهال ۴.۵ میلیونه افغانان په دې هېواد کې میشت دي.
فورم \ دبحث خونه