په ایران کې مطبوعات وایي د دې هیواد وسله والو ځواکونو یکشنبه اکټوبر ۲۷ ( لړم شپږمه) د هیواد په جنوب لویدیځ کې لږ تر لږه څلور "ترهګر" وژلي دي.
د تسنیم خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې وسله والو ځواکونو هغه ترهګر وژلي دي چې تیره ورځ یې په پولیسو برید کړی و او لږ تر لږه لس پولیس یې وژلي و.
په راپور کې ویل شوي چې د وسله والو ځواکونو په عملیاتو کې څلور "ترهګر" چې ندي ویل شوي د کومې ډلې غړي و، وژل شوي او پاتې نور یې له سیمې تښتیدلي دي.
په ایران کې مطبوعاتو تیره ورځ ویلي و چې وسله والو د دې هیواد په جنوب لویدیځ کې د ایران ۱۰ سرحدي ځواکونه په کمین کې وژلي دي. .
دولتي مطبوعاتو د ایران د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې برید کوونکي سني مذهبه وسله وال و خو په ځانګړې توګه یې د کومې ډلې نوم ندی یاد کړی.
په راپور کې ویل شوي چې وسله والو د ایران سرحدي پولیسو ته د افغانستان او پاکستان پولې سره نږدې کمین نیولی و.
دا پیښه د سیستان-بلوچستان ولایت د تفتان په ولسوالې کې شوې وه او د جیش العدل په نامه وسله والې ډلې چې ایراني چارواکي وایي په پآکستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري، ادعا کړې وه چې برید هغوي کړی و.
د ایران دغه ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري او له ډیر وخت راهیسې د مخدره موادو د قاچاق کوونکو او د سني او بلوڅو یاغیانو د بریدونو له کبله د ناامنیو سره مخامخ دی.
ایراني چارواکي ادعا لري چې د جیش العدل وسله واله ډله په پاکستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او له همدې ځایونو په ایران کې د بریدونو بندوبست کوي.
د ایران دولتي اژانس ایرنا یو راپور له مخې د تیرې سپټمبر میاشتې په ۱۲ مې هم په یو برید کې چې د سیستان-بلوچستان ایالت د میرجاوه په سیمه کې شوی و او جیش العدل ډلې یې د کولو ادعا کړې وه، درې پولیس پکې وژل شوي و.
دغې ډلې همدغه راز ادعا کړې وه چې د اپریل په میاشت کې یې هغه بریدونه هم کړي وو چې په کې د ایران ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي وو.