پر اتومي تړون خبرې؛ ایران له امریکا سره د بندیانو تبادله غواړي 

د ایران او امریکا بیرغونه

په داسې حال کې چې په ویانا کې له ایران سره اتومي تړون ته د تهران-واشنګټن د بېرته ګرځېدو خبرې کیږي، ایراني چارواکو ویلي غواړي‌ چې په امریکا کې ټول ایراني بندیان خوشې شي.

د ایران د کابینې ویاند علي ربیعي د سه شنبې په ورځ‌ اپریل ۲۷ (غوايي ۷)‌ وویل چې د ایران او امریکا ترمنځ‌ د نورو بندیانو د تبادلې بل امکان هم شته. هغه وویل: «د بندیانو د تبادلې مسئله هره وخت په اجنډا کې شامله وي.» ښاغلي ربیعي وویل چې دا بندیان باید د «بشري اندېښنو» په اساس پرېښودل شي.

د ایران د کابینې ویاند ونه ویل چې څومره ایرانیان په امریکا کې بندیان دي خو زیاته یې کړه چې د نومونو خپرول به بندیانو ته زیان ورسوي. هغه وویل چې «په ایران کې د امریکايي بندیانو په پرتله په امریکا کې ډېر ایرانيان بندیان دي.»

په ۲۰۱۹ کې د بندیانو په تبادله کې د ایران حکومت یو چینايي-امریکايي عالم، چې د جاسوسۍ په تور دوه کاله بندي و، خوشې کړ. هغه وخت ایران ویلي وو چې امریکا کې ۲۰ ایرانیان بندیان دي.

دا په شاوخوا دوو اونیو کې دویم ایراني چارواکی دی چې له امریکا سره د بندیانو په تبادلې غږېږي. تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید خطیب زاده هم ویلي وو چې تهران هیله لري په ویانا کې د مذاکراتو د یوې برخې په توګه ډېر بندیان تبادله شي.‌

د دواړو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵ کې هم بندیان تبادله شوي‌ وو.

ایراني مطبوعاتو د اوو هغو ایرانیانو نومونه په ډاګه کړي‌ چې په امریکا کې بندیان دي. امریکا په وار وار له ایران څخه غوښتي چې د سیامک او باقر نمازي په ګډون امریکايي بندیان خوشې کړي.

سیامک نمازي یو ۴۶ کلن سوداګر دی، چې د ایران او لویدیځ ترمنځ یې د اړیکو پراخول غوښتل، د ۲۰۱۵ د اکتوبر په میاشت کې ونیول شو. د هغه ۸۱ کلن پلار چې د شاه پر مهال د ایران د خزیستان والي و، د ۲۰۱۶ د فبرورۍ په میاشت کې ونیول شو.

د ایران په زندان کې مراد تهباز چې امریکايي تابعیت لري‌ هم بندي دی. ځینې نور بندیان هم شته.

د بندیانو د تبادلې خبرې داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې نن سه شنبه د ایران سره لاسلیک شوي اتومي‌ تړون ته د واشنګټن او تهران د بیا ګرځولو په هدف د دواړو خواو ترمنځ خبرې پيل شي.

ایران د امریکا له لوري د ټولو لګول شويو بندیزونو لېرې کېدل غواړي خو واشنګټن وايي‌چې ایران باید ټول هغه بندیزونه عملي کړي چې د اتومي تړون په اساس لګول شوي دي.