اسرائيلي ځواکونو لویدیځې غاړې کې د الجزیرې په دفتر برید کړ او ۴۵ ورځې یې وتړه

د الجزیرې خبري شبکه وايي د اسرائيل وسله‌ والو ځواکونو چې پر مخونو یې نقابونه و د یکشنبې په ورځ سپتمبر ۲۲ (تلې اول) د لویدیځې غاړې په رام‌الله کې د دوی پر دفتر برید کړی او د ۴۵ ورځو لپاره یې د دغې څانګې د بندولو امر کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې دا د الجزیرې تلویزیون او د اسرائيل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د دولت ترمنځ د اوږدې مودې شخړې وروستۍ پېښه ده چې د غزې د جنګ پر مهال پکې لا زیاتوالی راغلی دی.

د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د فلسطین د حماس ډلې له برید او د جنګ له پیلېدو وروسته الجزیره پر غزې د اسرائیل د برید د اغیزو په اړه پرله پسې راپورونه خپروي.

د اسرائیل پوځ په وار وار د الجزیرې شبکې خبریالان د حماس له ډلې یا د هغې د اسلامي جهاد له متحدینو سره د اړیکو په لرلو تورن کړي دي، خو دغې شبکې دا تورونه په کلکه رد کړي‌ او ویلي دي چې اسرائیل د غزې په تړانګه کې د دوی کارکوونکي په نښه کوي.

په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د الجزیرې څلور خبریالان وژل شوي او همداشان په دغه ښار کې د یادې شبکې پر دفتر هم هوايي برید شوی دی.

الجزیرې د یکشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل عسکرو په رام‌الله کې د دوی د دفتر د تړل کېدو دلیل نه دی وړاندې کړی.

خو پر دغې شبکې باندې په خپرې شوې ویډیو کې یو اسرائیلي سرتیری په لویدیځه غاړه کې د الجزیرې د شبکې رئيس ولید العمري ته وايي:‌ "محکمې د ۴۵ ورځو لپاره د الجزیرې د تړلو حکم صادر کړی دی."

همداشان دغه اسرائيلي سرتېری د دغې رسنۍ کارکوونکو ته په خطاب وايي:‌ "له تاسو ټولو څخه غواړم چې خپلې ټولې کامرې له ځان سره واخلئ او همدا اوس له دې دفتر څخه ووځئ."

د الجزیرې د راپور په اساس العمري ویلي چې د محکمې په حکم کې د الجزیرې شبکه د "ترهګرۍ په ملاتړ او هڅولو" تورنه شوې ده.

العمري وویل: "په داسې ډول د خبریالانو په نښه کول،‌ تل د دې لپاره کېږي چې حقیقت له منځه یوړل شي او خلکو ته د حقایقو د رسولو مخنیوی وشي."

د اسرائيل پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو په رام‌الله کې د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د دې اقدام غندنه کړې او هغه یې د رسنیو له ازادۍ څخه "ښکاره سرغړونه" بللې ده.

د فلسطین د حکومت د رسنیو د دفتر رئيس محمد ابوالرب ویلي چې د الجزیرې د دفتر تړل د "د فلسطین د خلکو په وړاندې د سرغړونو په نشرولو کې د اشغال له خوا د خنډونو د رامنځ ته کولو په تړاو د اشغالګرو هڅې تائيدوي."

د اسرائیل پارلمان په اپریل میاشت کې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې په دغه هېواد کې د هغو بهرنیو رسنیو پر خپرونو د بندیز لګولو اجازه ورکوي چې د اسرائيل د حکومت له نظره د دغه هېواد ملي‌ امنیت ته ګواښ متوجه کوي.

د یاد قانون په اساس د اسرائيل حکومت د مې په میاشت کې په اسرائیل کې د الجزیرې پر خپرونو بندیز ولګوه او د دغې شبکې دفترونه یې د ۴۵ ورځو لپاره وتړل او تېره اونۍ په تل ابیب کې یوې محکمې د ځلورم ځل لپاره دا بندیز تمدید کړ.

د الجزیرې شبکې د اسرائيل د حکومت دا اقدام جنایت وباله او ویې ویل چې په دې سره اطلاعاتو ته د خلکو د لاسري حق تر پښو لاندې شوی دی.

د اسرائيل حکومت تېره اونۍ وویل چې په اسرائيل کې د الجزیرې د خبریالانو د کار جواز لغو کوي.

د الجزیرې یو خبریال ندا ابراهیم وايي چې د اسرائيل د حکومت له خوا په لویدیځه غاړه کې د الجزیرې د دفتر تړل "د حیرانتیا وړ" نه ده "موږ اورېدلي و چې د اسرائيل چارواکو د دغه دفتر د تړلو ګواښ کړی و، خو موږ دا تمه نه درلودله چې نن دا کار وشي."

د غزې په تړانګه کې د حماس مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیه کې په رام‌الله کې د الجزیرې د دفتر تړل غندلي او دا اقدام یې "یوه رسوايي او د بیان له ازادۍ څخه ښکاره سرغړونه" بللې ده.